لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس د ښوونې او روزنې پوهنځي تدریسي او اداري چارې ولیدلې!

logu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۹:۱۲
۱۱

یکشنبه: د ۱۴۰۳ کال قوس/لېندۍ ۴مه او د ۱۴۴۶ جمادی الاول ۲۲مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم د دغې موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي تدریسي او اداري چارې له نږدې ولیدلې.
ښاغلي صارم د یاد پوهنځي پر زده کړیالانو د وخت پر ارزښت، ښې مطالعې او د استادانو پر درناوي کلکې سپارښتنې وکړې او د دې تر څنګ یې پر استادانو هم د ښه تدریس او سالم مسؤلیت ترسره کولو ټینګار وکړ. 
ورته مهال د دغې موسسې رییس په دغه تحصیلي مرکز کې د دوه تدریسي ودانیو د ترمیم پروژې د رنګولو له چارو هم د لیدنې تر څنګ پر اړوند کارکوونکو د ښه کار کولو ټینګار وکړ.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر دلوړو زده کړو موسسې د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر د لوړو زده کړو موسسه دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

مفتي سید ضیاءالاحمد صارم

لوګر دلوړو زده کړو موسسې رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۹:۲۱
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د افتخاري شيوخو لخوا ځانګړي درسونه د بېلابېلو موضوع ګانو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېدل!

چهارشنبه: د ۱۴۰۳ کال قوس/لیندۍ ۱۴مه او د ۱۴۴۶ جمادی الثاني ۲مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د افتخاري شيوخو ځانګړي درسونه د لوګر ولایت د علماوو شورا رییس ښاغلي شیخ مولوي محمد شریف. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۹:۱۹
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې (د سیاسي مکتبونو پېژندنه؛ د اسلام مبارک دین او سیکولرېزم پېژندنه) تر سرليک لاندې روزنیز او معلوماتي سمینار وړاندې شو.

چهارشنبه: د۱۴۰۳ کال قوس/ليندۍ ۱۴مه او د ۱۴۴۶ جمادی الثاني ۲مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې (د سیاسي مکتبونو پېژندنه؛ د اسلام مبارک دین او سیکولرېزم پېژندنه) تر سرليک لاندې روزنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۰:۲۵
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري شورا ناسته ترسره شوه!

یکشنبه: د ۱۴۰۳ کال قوس/لیندۍ ۱۱مه او د ۱۴۴۶ جمادی الاول ۲۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري شورا ناسته د چارو د ښه سمون او همغږي په موخه د دغې موسسې د رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم. . .

BACK TO NEWS