لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس د رهبري د پراختیا مهارتونو په روزنیز سمینار کې ګډون وکړ!

شنبه: د ۱۴۰۳ کال میزان/تله ۷مه او د ۱۴۴۶ ربیع الاول ۲۵مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم د رهبري د پراختیا مهارتونو په شپږ ورځني روزنیز سمینار کې، چې د چارو ادارې لوی ریاست لخوا ترتیب شوی و، ګډون وکړ.
په یاد روزنیز سمینار کې د دغې موسسې د رییس سربېره د لوړو زده کړو وزارت اړوند څلور نورو لوړ رتبه کارکوونکو هم ګډون کړی و، چې د ملکي خدمتونو په انسټیټیوټ کې ترتیب شوی و او د رهبري پراختیا مهارتونو او همدا راز د تصمیم نیونې اړوند پکې اړین او روزنیز معلومات وړاندې شول.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.