لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس د خزاني سمستر د ازموينو له صحنو ليدنه او څارنه وکړه!

logu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۰:۴۴
۱۱

شنبه: د ۱۴۰۳ کال قوس/لیندۍ ۱۷مه او د ۱۴۴۶ جمادی الثاني ۵مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم د دغې موسسې د ښوونې او روزنې او کرنې پوهنځیو د خزاني سمستر ازموینو له صحنو څخه له نږدې ليدنه او څارنه وکړه.
ښاغلي صارم زده کړيالانو ته د ښې مطالعې، د ازموينو په صحنو کې د نظم په پام کې نیولو او همدا راز د ازموينو د نورو اصولو د مراعاتولو په اړوند لازمې سپارښتنې وکړې.
بايد وويل شي، چې د ۱۴۰۳ ل کال د خزاني سمستر ازموينې تېره پنجشنبه د منظم مهالوېش سره سم په دغه موسسه پیل شوې.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۹
Background image

په ښوونې او روزنې پوهنځي کې یوه نوې تحصیلي څانګه رامنځته شوه؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبله/ وږي ۲۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۱لومړۍ نېټه.
د لوګر پوهنتون په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ د ( تربیتي علومو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

لوګر پوهنتون کې د ولیبال یو باب معیاري لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبلې/ وږي ۲۵مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د (۱،۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د ولیبال لوبې یو باب معیاري لوبغالی، دافغان ځوانانو خدماتي مؤسسې. . .

BACK TO NEWS