لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس د ازموینو بهیر او اړوندې اداري چارې له نږدې ولیدې!

logu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۱۱:۵۵
11

کشنبه: د ۱۴۰۳ کال جدي/مرغومې ۲مه او د ۱۴۴۶ جمادی الثانی ۲۰مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم د دغې موسسې د خزاني سمستر د ازموینو له بهیر او اړوندو اداري چارو لیدنه او څارنه وکړه.
ښاغلي صارم د تېر په څېر پر اړوندو پوهنځیو او ادارو په چارو کې د بشپړې روڼتیا او رښتینولۍ ټینګار وکړ. 
باید وویل شي، چې لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د ۱۴۰۳ کال خزاني سمستر ازمویني له څه باندې دوه اونیو راپدېخوا پیل شوي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوي مدیریت.

لوګر دلوړو زده کړو موسسې د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر د لوړو زده کړو موسسه دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

مفتي سید ضیاءالاحمد صارم

لوګر دلوړو زده کړو موسسې رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۹:۵۵
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د نوي جوړېدونکي جومات د جوړېدو چارې په چټکۍ روانې دي!

چهار شنبه: د ۱۴۰۴ کال حمل/ وري ۱۱مه او د ۱۴۴۶ شوال المکرم ۲۰مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د نوي جوړېدونکي جومات د جوړېدو چارې په چټکۍ روانې او نږدې ۵۰ سلنه یې ترسره شوي دي.
دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۹:۵۲
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس د دغې موسسې د لیلې لپاره د خوړنځای او ګدام د جوړېدو له چارو لیدنه وکړه

سه شنبه: د ‍۱۴۰۴ کال حمل/ وري ۱۰مه او د ۱۴۴۶ شوال المکرم ۱۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضیا‌ءالاحمد صارم د دغې موسسې د لیلې لپاره د خوړنځای او ګدام د جوړېدو له چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۹:۴۹
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس د جیولوجي او کانونو پوهنځي له رسمي چارو لیدنه او څارنه وکړه!

سه شنبه: د ‍۱۴۰۴ کال حمل/ وري ۱۰مه او د ۱۴۴۶ شوال المکرم ۱۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضياءالاحمد صارم د دغې موسسې د جیولوجي او کانونو پوهنځي له رسمي چارو لیدنو او. . .

BACK TO NEWS