لوګر د لوړو زده کړو موسسې د ۱۴۰۳ کال پسرلني سمستر مخکښ زده کړیالان وستایل شول!

logu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۵:۲۶
۱۱

دوشنبه: د ۱۴۰۳ کال عقرب/لړم ۷مه او د ۱۴۴۶ ربیع الثانی ۲۵مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د ۱۴۰۳ کال پسرلني سمستر مخکښ زده کړیالان، چې د دغې موسسې، پوهنځیو او څانګو په کچه یې لوړې نمرې ګټلې وې د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.
د یادې غونډې برخوال د دغې موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم، علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دکتور شفیق الله شفقت، د پوهنځیو رییسان، استادان، اداري کارکوونکي او زده کړیالان وو. غونډې ته د دغې موسسې رییس په خپلو خبرو کې د مخکښو زده کړیالانو زیار او هڅې وستایلې او نور زده کړیالان یې هم د داسې معنوي امتیاز ترلاسه کولو لپاره وهڅول. د دې تر څنګ علمي او محصلانو چارو مرستیال هم په خبرو کې د مخکښو زده کړیالانو د زیار او هڅو پایلې خورا ګټورې یادې کړې او زیاته یې کړه، چې د تحصیلي دورې ښې لاسته راوړنې په راتلونکي کې د ښه خدمت ترسره کولو مټ ګرځي. ورته مهال د شرعیاتو پوهنځي رییس شیـ؛؛؛خ مولوي محمد ابراهیم حقـ...اني هم په خپله وینا کې پر زده کړیالانو د ښه فکر جوړولو او اسلامي ارزښتونو ته د درناوي په اړوند ټینګار وکړ.
یاده دې وي، چې په یاده غونډه کې (۵) تنه د موسسې په کچه او همدا راز (۱۱) تنه نور زده کړیالان د پوهنځیو او څانګو په کچه د مخکښو زده کړیالانو په ډله ګې وستایل شول، چې د دغې موسسې د رهبري لخوا ورته ارزښتمن او فکري کتابونو او ستاینلیکونه د ډالیو په توګه ترتیب شوي او ورکړل شول.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS