لوګر د لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځي زده کړیالانو کابل ولایت ته علمي سفر ترسره کړ!
چهار شنبه:د ۱۴۰۳ کال عقرب/لړم ۱۶مه او د ۱۴۴۶ جمادی الاول ۴مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځي د کرنیز اقتصاد څانګې زده کړیالانو د عملي زده کړو په برخه کې د کابل ولایت د بني حصارفارم ته علمي سفر ترسره کړ. د یاد علمي سفر مشري د کرنې پوهنځي دوه تنه استادانو ښاغلی پوهندوی محمد سردار احمدی او پوهنیار احمد نور ستانکزي کوله.
د یاد علمي سفر په ترڅ کې د بني حصار فارم مسؤلینو، ډاکټرانو او د مختلفو څانګو آمرینو ټولو زده کړیالانو ته د یاد فارم د سمبالو لابراتوارنو، د غواګانو د کورنیو او بهرنیو نسلونو، د سپرم اخستنې د آلې ښودنه، د مصنوعي القاح زدکړه، دغواګانو دخوړو سرچنې، دشیدو تولید او اندازه ، او دې ته ورته نورو اړینو او مسلکي موضوعاتو او تجربو ښودنه وکړه. ورته مهال زده کړیالان هم له یاد علمي سفر څخه خورا خوښمن وو او په وینا یې، چې په مسلکي برخه کې یې ډېر څه ترلاسه کړل.
باید وویل شي، چې یاد علمي سفر د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سره په همغږۍ ترسره شو.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.