لوګر د لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځي زده کړیالانو د دغه ولایت محمدآغې ولسوالۍ ته علمي سفر ترسره کړ!
شنبه: د ۱۴۰۳ کال سنبله/وږي ۳۱مه او د ۱۴۴۶ ربیع الاول ۱۸مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځي د دریم ټولګیو زده کړیالانو د عملي زده کړو په برخه کې د دغه ولایت د محمدآغۍ ولسوالۍ اړوند سرخ آباد سیمې د لوی غرشرکت ته علمي سفر ترسره کړ.
یاد علمي سفر د کرنې پوهنځي استاد ښاغلي پوهندوی محمد سردار احمدي په مشرۍ او لارښوونه ترسره شو. په یاد سفر کې د لوی غرشرکت رییس زکریا احمدزی ټولو محصلينو ته د یاد شرکت کارخونې، ګدامونه، د دانوماشینونه او ځینې نور اړوندو وسایلو په اړوند معلومات او لارښوونه وکړه. ورته مهال د کرنې پوهنځي زده کړیالانو هم له یاد علمي سفر او عملي زده کړو څخه ډېر څه لاسته راوړل، چې د دوی په خبره په راتلونکي کې ورسره په مسلکي برخه کې د پام وړ مرسته کولای شي.
په یاد شرکت کی تر (۲۰) زیات کارکوونکو اړوندې چارې مخته وړي او تر ۲۱ ډېر ډوله غلې-دانې لکه: (جوار،غنم،اوربشی......اوداسی نور) یی تولید او صادروي. باید وویل شي د یاد شرکت مسؤلینو لوګر د لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځي زده کړیالانو ته په راتلونکي کې د اړوندو برخو د عملي زده کړو په برخه کې د لازمو همکاریو ژمنه وکړه.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.