لوګر د لوړو زده کړو موسسې استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته درې ورځنی اصلاحي-فکري سمينار پيل شو!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۲:۲۰
۱۱

دوشنبه: د ۱۴۰۳ کال دلوې/سلواغه ۲۲مه او د ۱۴۴۶شعبان المعظم ۱۱مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د لوګر ولايت د علماوو شورا غړي شيـ؛؛؛خ مولوي عبدالحکیم سنايي لخوا درې ورځنی اصلاحي-فکري سمينار پيل شو.
دغه درې ورځنی اصلاحي سمینار د لوړو زده کړو وزارت له هدايت سره سم د دغې موسسې د مسلکي پراختيا په تالار کې ترتیب شوی، چې ځانګړي موضوعات په کې وړاندې کيږي. ورته مهال لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري ياد سمينار له اصلاحي او عقيدوي اړخه خورا ارزښتمن بولي او پر ګډونوالو يې د سالمې ګټې اخيستنې تینګار وکړ.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر دلوړو زده کړو موسسې د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر د لوړو زده کړو موسسه دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

مفتي سید ضیاءالاحمد صارم

لوګر دلوړو زده کړو موسسې رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۰:۱۲
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې د علمي شورا ناسته سره شوه!

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال ثور/ غويي ۱۷مه او د ۱۴۴۶ ذوالقعده ۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د علمي شورا ناسته د دغې موسسې د رييس مولوي ضیاءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې ګډونوال. . .

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۰:۵
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې دیني-اصلاحي مجلس ترسره شو!

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال ثور/ غویي ۱۷مه او د ۱۴۴۶ ذوالقعده ۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د دغې موسسې رهبري، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو او زده کړیالانو ته د دعوت او ارشاد. . .

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۰:۳
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې رييس د‌دغې موسسې د ليليې لپاره د خوړنځای او ګدام د جوړېدو له چارو ليدنه وکړه!

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال ثور/ غويي ۱۷مه او د ۱۴۴۶ ذوالقعده ۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رييس مولوي ضیاءالاحمد صارم د‌ دغې موسسې د ليليې لپاره د خوړنځای او ګدام د جوړېدو له چارو د کار. . .

BACK TO NEWS