لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې له سلګونو ځوانانو د نبوي سیرت سیالۍ ازموینه واخستل شوه!

logu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۰:۴
۱۱

چهارشنبه: د ۱۴۰۳ کال عقرب/لړم ۹مه او د ۱۴۴۶ ربیع الثانی ۲۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د دغې موسسې د دعوت او ارشاد آمریت لخوا له سلګونو زده کړیالانو، د دیني مدرسو طالبعلمانو، د ښوونځیو زده کوونکو او ځوانانو څخه د نبوي سیرت سیالۍ ازموینه واخستل شوه.
د ازموینې په پیل کې د دغې موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم ټولو ګډونوالو ته د ازموینې د بشپړې روڼتیا په اړوند ډاډ ورکړ او همدا راز یې د دغې سیالۍ اصلي موخه د ځوان نسل فکري او اسلامي روزنه وښوده.
هېره دې نه وي، چې د یادې سیالۍ د ګټونکو لپاره د پام وړ ډالۍ هم په پام کې نیول شوي، چې په راتلونکې يوې اونۍ کې به یې پایلې اعلان شي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر دلوړو زده کړو موسسې د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر د لوړو زده کړو موسسه دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

مفتي سید ضیاءالاحمد صارم

لوګر دلوړو زده کړو موسسې رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۱:۱۷
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي زده کړیالانو د لوګر ولایت ساینس مرکز ته علمي سفر ترسره کړ.

چهارشنبه: د ۱۴۰۳ کال عقرب/لړم۳۰مه او د ۱۴۴۶ جمادی الاول ۱۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي د فزیک څانکې د درېیم ټولګي زده کړیالانو د لوګر ولایت پوهنې ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۱:۱۵
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې د مالي کمېټې مشورتي ناسته ترسره شوه!

سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال عقرب/لړم ۲۹مه او د ۱۴۴۶ جمادی الاول ۱۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د مالي کمېټې مشورتي ناسته د مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الربي مصطفی په مشري ترسره شوه.
د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۱:۶
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې علمي شورا ناسته ترسره شوه!

دوشنبه: د ۱۴۰۳ کال عقرب/لړم ۲۸مه او د ۱۴۴۶ جمادی الاول ۱۶مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې علمي شورا ناسته د دغې موسسې د رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د دغې شورا. . .

BACK TO NEWS