لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د پسرلني سمستر د پیل خبرتیا! قدرمنو محصلانو!

logu_admin
۱۱

قدرمنو محصلانو!
د لوړو زده کړو وزارت د هدایت پر اساس د ټولو سړو سیمو پوهنتونو او لوړو زده کړو موسسو د ۱۴۰۴ تحصیلي کال د پسرلني سمستر درسونه د روان ۱۴۰۳ کال د کب/حوت میاشتې په ۱۵مه (چهارشنبه) ورځ پیلیږي.
په همدې اساس لوګر د لوړو زده کړو موسسې له ټولو قدرمنو محصلانو څخه په خورا درنښت هیله کیږي، چې په ټاکلې نېټه خپلو درسونو ته حاضر شي، تر څو محروم نشي.
په درنښت!
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۱:۲۲
Background image

خبرتيا!

د هيواد ټول هغه د دولسم ټولګيو فارغان، چې د ۱۴۰۴ کال عمومي کانکور ازموینې د دوهم ظرفيت له لارې لوګر پوهنتون بېلابېلو پوهنځيو ته را بريالي شوي خبر ورکول کيږي، چې د يادو محصلانو نوملیکنه . . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د خزاني سمستر درسونو د پیل خبرتیا!

لوګر د لوړو زده کړو موسسې د څلورګونو پوهنځیو ټولو قدرمنو محصلینو ته خبر ورکول کېږي، چې د خزاني سمستر درسونه د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د زمري میاشتې په ۱۱مه نېټه چې د شنبې له ورځې سره برابره ده . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

د چمن کرلو پروژې د قرارداد اعلان!

لوګر د لوړو زده موسسه غواړي، چې د کې موسسې په انګړ کې د چمن کرلو پروژه اعلان او قرارداد ته وسپاري؛ په همدې اساس په شرايطو برابر کسان/ شرکتونه کولای چې په مکتوب کې له ذکر شوې نېټې پيل تر . . .

Back to announcements