لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د ناسمو رواجونو د مخنیوي په اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان د تشریح په پار غونډه ترسره شوه!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۵:۴۰
11

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال حمل/ وري ۲۵مه او د ۱۴۴۶ شوال المکرم ۱۶مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د دغې موسسې رهبري، استادانو، اداري کارکوونکو او زده کړيالانو ته ( د خوښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنيوي په هکله د عالیقدر اميرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان تشریح شو.
دغه فرمان چې د قرآني مبارکو آیتونو او نبوي مبارکو حديثونو په رڼا کې جوړ شوی، په اسلامي ټولنه کې د ناسمو رواجونو هراړخيزې بېلګې او د مخنيوي دليلونه په کې ذکر شوي دي.
ياد فرمان لوګر د لوړو زده کړو موسسې د دعوت او ارشاد آمریت په هڅو په دوه برخو کې لوګر د لوړو زده کړو د موسسې رييس مفتي سيدضياءالاحمد صارم او د اسلامي ثقافت استاد پوهنیار محمد نظير محمدي لخوا په منظم او کره ډول تشريح او بيان شو.
ورته مهال په دغې غونډه کې ناستو ګډونوالو د یاد فرمان د هرکلي تر څنګ ژمنې وښودې، چې د دغه فرمان د پلي کولو په موخه به له ځان او کورنيو پيل او تر نورو اسلامي ټولنو پورې کلکې هڅې کوي.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS