لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د سیرت سیالۍ د ازموینې پایلې اعلان شوې!

logu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۰:۱۵
۱۱

چهارشنبه: د ۱۴۰۳ کال عقرب/لړم ۱۶مه او د ۱۴۴۶ جمادی الاول ۴مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د سیرت سیالۍ پایلۍ د دغې موسسې د رهبري، استادانو، اداري کارکوونکو، د ولایتي ادارو یو شمېر مسؤلینو، زده کړیالانو، په لوګر کې د حاجي منګل احمدزي خیریه بنسټ استازیو، د دیني مدرسو د طالبعلمانو او د ښوونځیو د زده کونکو په ګډون د یوې شانداره غونډې په ترڅ کې اعلان شوې.
د غونډې ویناوال لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم، د شرعیاتو پوهنځي رییس مولوي محمد ابراهیم ح؛؛؛قاني د لوګر ولایت د نظامي برخې د فرامینو او احکامو د څار آمر مفتي وحیدالله وهاج او د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس دکتور رفیع الله صمیم وو.
یادو ویناوالو خپلې ټولې خبرې د ځوان نسل پر سالمې روزنې، اسلامي فکر جوړونې او همدا راز په اسلامي ټولنه کې د نبوي سیرت او صورت خپلولو او د نبوي تګلارې پر غوره کولو راوڅرخولې.
یاده سیالۍ د دغې موسسې د دعوت او ارشاد آمریت لخوا په لار اچول شوې وه، چې ازموینې یې سلګونه ګډونوال درلودل. د سیالۍ پایلو (۱۶) تنه مخکښ بریالي ځوانان درلودل او لومړی مقام یې په لوګر کې د دارالهدا خصوصي عالي لېسې یو تن زده کونکي محمد یحیی خپل کړ، چې د دغې موسسې د رهبري لخوا د یو پایه لب ټاپ کمپیوټر د ډالۍ کولو سربېره د نوموړي وړتیا هم وستایل شوه. د سیالۍ د دوهمې درجې ګټونکو لپاره یو عراده بایسکل، يو پایه د خیاطي ماشین او دوه سېټه مبایلونه او همدا راز تر ۱۶مې شمېرې ګټونکو ته ارزښتمن بېلابېل کتابونه ډالۍ شول.
باید وویل شي، چې د یادې سیالۍ د مخکښو ګټونکو لپاره ټولې ډالۍ د حاجي منګل احمدزي خیریه بنسټ لخوا اخستل شوې وې.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر دلوړو زده کړو موسسې د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر د لوړو زده کړو موسسه دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

مفتي سید ضیاءالاحمد صارم

لوګر دلوړو زده کړو موسسې رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۰:۱۲
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې د علمي شورا ناسته سره شوه!

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال ثور/ غويي ۱۷مه او د ۱۴۴۶ ذوالقعده ۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د علمي شورا ناسته د دغې موسسې د رييس مولوي ضیاءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې ګډونوال. . .

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۰:۵
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې دیني-اصلاحي مجلس ترسره شو!

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال ثور/ غویي ۱۷مه او د ۱۴۴۶ ذوالقعده ۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د دغې موسسې رهبري، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو او زده کړیالانو ته د دعوت او ارشاد. . .

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۰:۳
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې رييس د‌دغې موسسې د ليليې لپاره د خوړنځای او ګدام د جوړېدو له چارو ليدنه وکړه!

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال ثور/ غويي ۱۷مه او د ۱۴۴۶ ذوالقعده ۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رييس مولوي ضیاءالاحمد صارم د‌ دغې موسسې د ليليې لپاره د خوړنځای او ګدام د جوړېدو له چارو د کار. . .

BACK TO NEWS