لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې کتابتون ته ډیجیټلي آنلاین سیسټم فعالیږي

چهارشنبې ورځ د ۱۳۹۹ کال کب میاشتې ۶مه نېټه!
د یادې اړوندې موضوع غونډه؛ چې د دوشنبې ورځ د ۱۳۹۹ کال کب میاشتې په ۴ نېټه، د دغه علمي بنسټ کتابتون کې جوړه شوې وه، په کې لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنمل عبدالناصر ستانکزي، علمي او محصلانو چارو مرستیال، د پوهنځيو رئیسانو او مسئولینو او ګڼ شمېر استادانو او اداري کارکوونکو ګډون درلود. په پیل کې د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو تلاوت څخه ورسته، د دغه علمي کانون د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد ښاغلي پوهنیار عبدالصبور فیضي، د یو تن هېواد پال ښاغلي جواد علي اخلاقي لخوا چې د کتابتون اړوند کوم ډيجيټلي آنلاین سيسټم جوړ شوی او نږدې راتلونکې کې به ګټې اخېستنې ته هم وسپارل شي؛ ګډونوالو ته معرفي او لازم معلومات ورکړل.
لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس د ښاغلي فيضي دا ابتکار د پوهنتون لپاره یو ویاړ وبلل او زیاته يې کړه چې د الکترونکي حکومتدارۍ په برخه کې د ورته ډیجیتلي آنلاین سیسټمونه جوړول یو اړین ګام دی. او دا سیسټم به د استادانو او محصلانو د مطالعې او ګټې اخېستنې لباره دیره ښه زمینه برابره کړي. ښاغلي ستانکزي نوموړي استاد او همدارنګه ښاغلي فیضي ته يي د لا پرمختګونو هیله وکړه او ترڅنګ يې د نورو استادانو او اداري کارکوونکو څخه يې هم وغوښتل، تر څو د پوهنتون د لا پرمختګ په ځانګړۍ توګه د کتابتون د معیاري کیدو په موخه خپلې هڅې و نه سمپوي.