لوکر د لوړو زده کړو موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي نویو زده کړیالانو ته د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۸:۲۱
۱۱

یکشنبه: د ۱۴۰۳ کال سنبله/وږي ۱۸مه او د ۱۴۴۶ ربیع الاول ۵مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي د نویو زده کړیالانو لپاره د ښه راغلاست او له پوهنتون سره د بلدتیا په موخه غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د دغې موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم، علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دکتورشفیق الله شفقت، د پوهنځي رییس پوهنیار ابراهیم نوري، استادانو او زده کړیالانو ګډون درلود.
زده کړیالانو ته د دغې موسسې رییس په خپلو خبرو کې د مبارکي تر څنګ دوی ښه درس ویلو ته وهڅول او له وخت څخه یې ښې ګټې اخستنې او د استادانو پر درناوي ورته لازمې سپارښتنې وکړي. ښاغلي صارم همدا راز زده کړیالانو ته په دغه موسسه کې د اړوندو مادي امکاناتو او آسانتیاو د برابرولو ډاډ ورکړ. ورته مهال دعلمي او محصلانو چارو مرستیال هم د علم او لوړو زده کړو پر ارزښت خبرې وکړې او د انسان شخصیت جوړونه یې پر علمیت تړلې وبلل. نوموړي همدا راز په زده کړیالانو غږ وکړ، چې له تحصیل او علم حاصلولو څخه موخه باید ګران د هیواد او بیا د ټول مسلمه امت خدمت کول وي. له دې سره سم د ښوونې او روزنې پوهنځي رییس هم زده کړیالانو ته مبارکي وویله او دوی یې د پوهنتون ټولو اصولو ته یې د دوی پر پوره ژمنتیا ټینګار وکړ. د غونډې په لړ کې د ښوونې او روزنې پوهنځي د درې تنو استادانو لخوا هم د کرېډېټ سیستم تشریح، پوهنتون پېژندنې او د نظم او ډسپلین لایحې په اړوند ترتیب شوي سلایډونه تشریح شول.
باید وویل شي، چې د یادې غونډې په پای د یاد پوهنځي څلور تنه هغه زده کړیالان، چې د روان کال پسرلني سمستر کې یې لوړې نمرې ګټلې وې د پوهنځي د رهبري لخوا وستایل شول.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS