د ښوونې او روزنې پوهنځي د فزیک، کیمیا او بیولوژي څانګو د لومړیو ټولګیو نویو زده کړیالانو ته د لابراتوار لارښود تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز سمینار وړاندې شو!

یکشنبه: د ۱۴۰۴ کال اسد/ زمري ۲۶مه او د ۱۴۴۷ صفرالمظفر ۲۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د فزیک، کیمیا او بیولوژي څانګو د لومړیو ټولګیو نویو زده کړیالانو ته د لابراتوار لارښود تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز سمینار د یاد پوهنځي د لابراتوار مسؤل استاد محمد فهیم بهادرزوی لخوا وړاندې شو.
د دغه روزنیز سمینار لپاره زده کړیالان د پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز په تالار کې راغونډ شوي وو، چې پکې کې دلابراتوار لارښود اړوند لابراتواري تګلارې تشریح شوې او زده کړیالانو ته وښودل شول، چې په څه ډول کیمیاوي مواد د اړتیا پر مهال وکاروو، له لابراتواري ګواښونو څنګه ځان وژغورو او همدا راز په لابراتوار کې د یوې پېښې/ګواښ د رامنځته کېدو په صورت کې له کومو لارښوونو کټه واخلو.
ورته مهال لوګر پوهنتون رییس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم د داسې ارزښتمنو سمینارونو پر وړاندې کولو ټینګار کوي او زیاتوي، چې په نېږدې وو کې به د لوړو زده کړو وزارت په همکاري د دغه پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي لابراتوار په خورا عصري لابراتواري موادو او وسایلو نور هم سمبال او غني کړي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.