د شرعياتو پوهنځي د څلورمو ټولګیو محصلانو ته (د مونوګراف لیکنې لارښود) تر سرلیک لاندې معلوماتي سمینار وړاندې شو؛

logu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۵
۱۱

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ ليندۍ ۱۸مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۱۸مه نېټه.
لوګر پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د څلورمو ټولګیو محصلانو ته (د مونوګراف لیکنې لارښود) تر سرلیک لاندې معلوماتي سمینار د شرعياتو پوهنځي د څېړنو کميټې لخوا وړاندې شو.
یاد سمینار د قرآن کريم په تلاوت سره پيل شو او ورپسې د اسلامي تعليماتو څانګې استاد پوهنيار احسان اللّٰه احسان لخوا محصلينو ته د مونوګراف ليکنې لارښود په اړه  تفصيلي معلومات وړاندې شول، د سمينار په ترڅ کې د مونوګراف ليکنې بنسټيز اصول، علمي معيارونه، بڼې، فزيکي او معنوي جوړښت په تفصيل سره تشريح او روښانه شول.
د ياد سمینار موخه د محصلانو د څېړنیزو مهارتونو لوړول، د علمي څېړنو د معیارونو پېژندنه، او د څېړنیزو کارونو د سمو تګلارو روښانه کول وو.
 مونوګراف چې د محصل د څلور کلنې تحصیلي دورې علمي او فکري حاصل ګڼل کېږي، دا یوازې یوه لیکنه نه ده؛ بلکې یو علمي امانت دی، چې د علم، مهارت او مسؤلیت څرګندونه کوي. هغه محصل چې خپل مونوګراف په دقت، صداقت او علمي اصولو سره لیکي، نه یوازې خپله علمي وړتیا ثابتوي؛ بلکې د پوهنتون او ټولنې لپاره هم یوه روښانه بېلګه ګرځي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۹
Background image

په ښوونې او روزنې پوهنځي کې یوه نوې تحصیلي څانګه رامنځته شوه؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبله/ وږي ۲۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۱لومړۍ نېټه.
د لوګر پوهنتون په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ د ( تربیتي علومو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

لوګر پوهنتون کې د ولیبال یو باب معیاري لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبلې/ وږي ۲۵مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د (۱،۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د ولیبال لوبې یو باب معیاري لوبغالی، دافغان ځوانانو خدماتي مؤسسې. . .

BACK TO NEWS