د ستراتيژيک پلان عمومي کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه!

پنجشنبه: د ۱۴۰۴ کال سرطان/ چنګاښ ۱۲مه او د د۱۴۴۷ محرم الحرام ۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زدکړو موسسې د ستراتيژيک پلان عمومي کمېټې نوبتي ناسته د دغې موسسې د رهبري په شتون سره ترسره شوه.
په دغه نوبتي ناسته کې د يو لړ اړینو موضوعاتو سربېره د تېر کال پر کاري راپور بحث وشو او همدا راز د راتلونکو اکاډميکو او اداري چارو او پرمختګونو لپاره پر لازم چمتووالي ټینګار وشو.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مديريت.