لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې ( پر ټولنې د نشه یي توکو ناوړه اغېزې) تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې شو!
سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال عقرب/لړم ۸مه او د ۱۴۴۶ ربیع الثانی ۲۶مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې ( پر ټولنې د نشه یي توکو ناوړه اغېزې) تر سرلیک لاندې څېړنیز-معلوماتي سمینار د دغې موسسې د کرنې پوهنځي استاد پوهندوی محمد سردار احمدي لخوا وړاندې شو.
د یاد سمینار ګډونوال د دغې موسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دکتور شفیق الله شفقت، د پوهنځیو رییسان، د دعوت او ارشاد آمر، استادان، د لوګر ولایت د معتادینو د درملنې د روغتیایي مرکز مسؤلین، د لوګر د پوهنې او همدا راز کرنې او مالدارۍ ریاستونو استازیو او د دغې موسسې یو شمېر زده کړیالان وو.
په سمینار کې د دغې موسسې علمي او محصلانو چارو مرستیال ښاغلي شفقت په خپلو خبرو کې ټول نشه یي توکي د ټولنې د تباهۍ او وروسته پاتې کېدو لامل یاد کړل. د دې تر څنګ د دغې موسسې د دعوت او ارشاد آمر مولوي خلیل احمد نثار هم نشه یي توکي د اسلام مبارک دین له نظر حرام یاد کړل او زیاته یې کړه، چې د یادو توکه په استعمال سره د انسان شخصیت او انساني کرامت ته زیان رسیږي اوهمدا راز انساني ټولنه له خورا ناخوالو سره مخ کیږي. تر دې ورسته ښاغلي استاد پوهندوی محمد سردار احمدي خپل ترتیب شوی سمینار وړاندې کړ او ورسره هم د لوګر ولایت د معتادینو د درملنې مرکز مسؤل ډاکټر عبدالرحمن د یاد مرکز فعالیتونه او نور اړوند معلومات وړاندې کړل.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.