وګر د‌لوړو زده کړو موسسه کې د کانکور ازموينې د دوهمې ورځې بايومتريک لړۍ ترسره شوه!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۱۶
۱۱

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال جوزا/ غبرګولي ۶مه او د ۱۴۴۶ ذوالقعده ۲۹مه نېټه.
لوګر د‌ لوړو زده کړو موسسه کې د کانکور ازموينې د دوهمې ورځې بايومتريک لړۍ د دغې موسسې د رهبري له څارنې سره سمه په منظم ډول ترسره شوه.
له دغې لړۍ څخه د لیدنې پرمهال لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري د ازموینې ګډونوالو ته د شته امکاناتو پر مټ د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.
د بایومتریک د لړۍ تخنیکي چارې د ازموینو ملي ادارې لخوا د راغلې ځانکړې ډلې لخوا ترسره کیږي، چې د ازموینې تر ورځې به دوام کوي.
باید وویل شي، چې د ازموینو ملي اداري د رسمي اعلان له مخې د هیواد د یو شمېر نور ولایتونو سربېره په لوګر ولایت کې د کانکور ازموینې لپاره د روان ۱۴۰۴هـ ق کال د جوزا/ غبرګولي میاشتې ۷مه، ۸مه او ۹مه ( چهارشنبه، پنجشنبه او جمعه) ورځې د ازموینې لپاره ټاکل شوې دي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون اداري کارکوونکو ( په اداره کې د معلوماتي تکنالوژي بنسټیز مهارتونه) تر سرلیک لاندې روزنیز او معلوماتي سمینار وړاندې شو!

پنجشنبه: د ۱۴۰۴ کال سنبله/ وږي ۲۷مه او د ۱۴۴۷ ربیع الاول ۲۵نېټه.
لوګر پوهنتون ټولو اداري کارکوونکو ته ( په اداره کې د معلوماتي تکنالوژي بنسټیز مهارتونه) تر سرلیک لاندې روزنیز او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۳۶
Background image

لوګر پوهنتون اداري شورا نوبتي ناسته ترسره شوه!

لوګر پوهنتون اداري شورا نوبتي ناسته د دغه پوهنتون د رئیس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې په پيل کې لوګر پوهنتون رئيس د ښه راغلاست تر څنګ ټولو اداري کارکوونکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۳۵
Background image

لوګر پوهنتون او د لوګر ولايت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمريت يو شمېر استادانو ته د( پروپوزل ليکنې) تر سرليک لاندې روزنيز سمينار وړاندې شو!

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال سنبله/ وږي ۲۵ مه او د ۱۴۴۷ ربیع الاول ۲۳ مه نېټه.
لوګر پوهنتون د علمي څېړنو او علمي مجلې آمريت او د کرنې پوهنځي د څېړنو کمېټې په هڅو د دغه پوهنتون او د لوګر ولايت د. . .

BACK TO NEWS