لوګر د لوړو زده کړو موسسې ټول اداري کارکوونکي د ادارې، مدیریت او رهبري اړوند درې ورځني ورکشاپ څخه برخمن شول.
چهارشنبه: د ۱۴۰۳ کال میزان/تلې ۲۵مه او د ۱۴۴۶ ربیع الثانی ۱۳مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د درېیم، څلورم او پنځم بستونو ټول اداري کارکوونکي د ادارې، مدیریت او رهبري اړوند درې ورځني روزنیز ورکشاپ څخه برخمن شول.
یاد روزنیز ورکشاپ د دغې موسسې د رهبري په وړاندوینه د لوګر ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او ولایت مقام د بشری سرچینو آمریت لخوا ترتیب او وړاندې شو. په ورکشاپ کې بېلابېل ارزښتمن موضوعات او درسونه راغونډ شوي و، چې د لوګر د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمر مولوي محمد زلمی ابوسعید، د ولایت مقام د بشري سرچینو آمریت مسؤلینو ملامحمد عظیم امیري او سید دل آغا حیدري او همدا راز د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کارپوه محمد اجمل څاروان لخوا په خپل وار سره تشریح شول. لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري له یادو ادارو څخه د مننې تر څنګ داسې روزنیز ورکشاپونه خورا ګټور او اړین یاد کړل او په وینا یې، چې د داسې روزنیزو ورکشاپونو ترلاسه کول په اداري او مدیریتي نظام کې رغنده رول لري.
یاد ورکشاپ تېره ورځ پای وموند، چې لوګر د لوړو زده موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم، علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دکتور شفیق الله شفقت
د یاد ورکشاپ وړاندې کوونکو ته د دغه تحصیلي مرکز لخوا ترتیب شوې مننپاڼې هم ورکړې.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.