لوګر د لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځي نویو شامل شویو زده کړیالانو ته دښه راغلاست غونډه ترسره شوه!

یکشنبه: د ۱۴۰۳ کال سنبله/وږي ۱۱مه او د ۱۴۴۶ صفر ۲۸مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځي نویو شامل شویو زده کړیالانو ته د ښه راغلاست او له پوهنتون سره د بلدتیا په موخه غونډه ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د کرنې پوهنځي رییس پوهنیار سید حفیظ الله حیات زده کړیالانو ته د ښه راغلاست تر څنګ د کرنې پوهنځي یو تخصصي او د ټولنې او طبیعت له غوښتنې سره سم پوهنځي یاد کړ، نوموړي د هیواد شته طبیعي ساحو او امکاناتو ته په کتو زده کړیالان اړ وبلل تر څو د مسلکي او تخصصي زده کړو په ترلاسه کولو سره د هیواد له شته طبیعي ساحو او ځمکو مسلکي ګټه واخلي او د هیواد د پرمختګ او هوساینې سبب شي. ورته مهال د دغې موسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دکتور شفیق الله شفقت هم د لوړو زده کړو پر ارزښت خبرې وکړې او د پوهنتون تحصیلي دوره یې د انسان د شخصیت جوړونې دوره یاده کړه، ښاغلي شفقت همدا راز د دغه تحصیلي مرکز شته مادي امکاناتو لکه: فعال انټرنېټ، کمپیوټرلب، سمبال کتابتون، لابراتوارونو او دلیلیې شتون ته په کتو زده کړیالان ښې مطالعې او ښو زده کړو ترلاسه کولو ته وهڅول.
د غونډې په پای کې د کرنې پوهنځي استاد پوهندوی محمد سردار احمدي لخوا یادو زده کړیالانو ته له پوهنتون سره د بلدتیا په موخه ترتیب شوی ښوونیز سمینار هم وړاندې شو.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.