لوګر د لوړو زده کړو موسسه د نبوي سیرت په پار ویاړمنه غونډه ترسره شوه!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۶:۷
۱۱

دوشنبه: د ۱۴۰۳ کال میزان/تله ۲مه او د ۱۴۴۶ ربیع الاول ۲۰مه نېټه.
د یادې غونډې ګډونوال د دغې موسسې رهبري، استادان، اداري کارکوونکي، د لوګر یو شمېر مخور دیني عالمان او د دغې موسسې ګڼ شمېر زده کړیالان وو. غونډې په پیل کې د خدای تعالی د سپېڅلي کلام د څو مبارکو آیتونو پر تلاوت د رنګینۍ شېبې خپلې کړې او ورپسې د دغې موسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دکتور شفیق الله شفقت ښه راغلاست وینا او د غونډې څرنګوالی په ډاګه کړ. له دې سره سم د لوګر دیني عالم او د استیناف محکمې رییس مولوي روح الله عبدالسلام د اسلام د ستر پیغمبر (ص) هجرت مدینې منورې ته او همدا راز د بدر د غذا پر درسونو او عبرتونو هر اړخیزه وینا وکړه. د غونډې دویمه موضوع له پیدایښت څخه تر بعثته پورې د خوږ پیغمبر (ص)د ژوند پر حالاتو وه، چې د دغې موسسې د شرعیاتو پوهنځي رییس مولوي محمد ابراهیم حـ؛؛؛قاني یې په اړوند په زړه پورې وینا وکړه. ورپسې لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم له بعثت څخه وروسته د اسلام د سپېڅلي پیغمبر (ص) پر مکي ژوند، درسونو او عبرتونو وغږېد. یادې غونډې له ځان سره نعتیه کلام هم درلود، چې د یو تن زده کړیال ذاکر عمر لخوا ترنم شو. وروستۍ موضوع هم د حضرت محمد مصطفی (ص) د ټولنیز ژوند په اړوند وه، چې د اسلامي ثقافت استاد پوهنیار فضل الربي زاهد لخوا پرې خبرې وشوې او یاده غونډه د شرعیاتو پوهنځي استاد مولوي سمیع الله محمدي لخوا د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر دلوړو زده کړو موسسې د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر د لوړو زده کړو موسسه دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

مفتي سید ضیاءالاحمد صارم

لوګر دلوړو زده کړو موسسې رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۱:۵۵
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د (آموزش رهبری پیشرفته) تر سرليک لاندې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو!

سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال دلو/سلواغه ۳۰مه او د ۱۴۴۶ شعبان المعظم ۱۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د دغې موسسې د رهبري، څانګو او مستقلو آمرينو لپاره د (آموزش رهبری پیشرفته) ترسرلیک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۱:۵۲
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې (۱۹) تنه زده کړیالان د شرعي دورې له روزنیزو عقیدوي او فکري درسونو څخه برخمن شول!

د یادې شرعي دورې د ځانګړو درسونو لړۍ، چې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد او همدا راز د محصلانو د همغږۍ ریاستونو په ګډو همکاریو پيل شوې وه، ۱۵ ورځې یې دوام وکړ، چې لوګر د لوړو زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۲:۲۰
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته درې ورځنی اصلاحي-فکري سمينار پيل شو!

دوشنبه: د ۱۴۰۳ کال دلوې/سلواغه ۲۲مه او د ۱۴۴۶شعبان المعظم ۱۱مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د لوګر ولايت د علماوو شورا غړي شيـ؛؛؛خ مولوي. . .

BACK TO NEWS