۱۱.۴. ریاضي څانګه
لوګر پوهنتون
علمي او محصلانو چارو معاونیت
ښوونې او روزنې پوهنځي
ریاضي څانګه
د څانګې مخینه:
د ریاضي – فزیک څانګه لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له ایجاد سره سم د لوړو زده کړو وزارت د (۵۷۵) ګڼې د وړاندیز او د ۱۳۹۳/۱۲/۱۳ ل په نېټه او د تیر دولت ریاست د عالي مقام د (۱۲۰۰) ګڼې حکم د ۱۳۹۲/۲/۲۰ نېټې سره ایجاد او په فعالیت پیل وکړ. لوګر پوهنتون د (۱۶۵) ګڼې وړاندیز او د ۱۳۹۴/۳/۲۵ نېټې سره سم د لوړو زده کړو وزارت د انسجام او اکاډمیکو چارو له ریاست څخه د یادو څانګو د بېل والي غوښتنه وکړه، چې خوشبختانه بیا د (۱۱۴) ګڼې حکم پر بنسټ د ۱۳۹۴/۴/۹ نېټې سره سم د تقنین او پراختیایي آمریت له لوري د علمي بورډ د ۱۳۹۴/۴/۸ نېټې د پریکړې پر بنسټ د ریاضی څانګه د نورو څانګو په څېر په مستقل ډول په فعالیت پیل وکړ، چې یاده څانګه اوس مهال (۷) تنه علمي کادر غړي لري.
لرليد
د ریاضي څانګه هڅه کوي چې د هیواد په کچه مسلکي او متخصصو ښوونکو د روزنې مرکز په توګه ځانګړی مقام خپل کړي.
رسالت
د معیاري زده کړو، د معاصرې تکنالوژي، د تدریس نویو میتودونو او لازمومهارتونو پر بنسټ د ریاضي د متخصصو کادرونو او مسلکي ښوونکو روزنه.
پورته د څانګې لرلید او رسالت د څانګې په ( ۸ ) ګڼه پروتوکول او ۲ / ۴ / ۱۴۴۷ هـ . ق مطابق د ۲ / ۷ / ۱۴۰۴ هــ. ش نيټه جلسه، د پوهنځي ستراتیژیک پلان کمېټې په ( ۷ ) ګڼه پروتوکول او ۱۵ / ۴ / ۱۴۴۷ هـ . ق مطابق د ۱۵ / ۷ / ۱۴۰۴ هــ. ش نېټه جلسه او همدارنګه د پوهنځي علمي شورا (۸ ) ګڼه پروتوکول او ۲۰ / ۴ /۱۴۴۷ هـ . ق مطابق د۲۰ / ۷ / ۱۴۰۴ هــ. ش نېټه جلسه کې ثبت دي.
تشکیلاتي جدول:
|
نوم |
تخلص |
علمي رتبه |
وظیفه |
|
عبدالصبور |
فیضی |
پوهنمل |
د څانګې آمر |
|
محمد رحیم |
رحیمی |
پوهندوی |
علمي کادر غړی |
|
غلام حبیب |
حبیبي |
پوهنیار |
علمي کادر غړی |
|
ذبیح الله |
عمری |
پوهنیار |
علمي کادر غړی |
|
سید محمد |
سعادت |
نوماند پوهنیار |
علمي کادر غړی |
|
محب الله |
ستانکزی |
نوماند پوهنیار |
علمي کادر غړی |
|
عبدالله |
مسرور |
نوماند پوهنیار |
علمي کادر غړی |
فرصت های کاری برای فارغان رشته ریاضی
۱: عضویت در کادر علمی پوهنتونها
۲: عضویت در اکادمی علوم
۳: عضویت در اداره انرژی اتومی
۴: عضو مسلکی در ریاست تحقیق، تألیف و ترجمه
۵: عضو مسلکی در ریاست نصاب تحصیلی
۶: مشاور مسلکی در وزارت تحصیلات عالی
۷: آمر، سرمعلم و مدرس مسلکی در مکاتب خصوصی و دولتی
۸: معاون تدریسی در مکاتب خصوصی و دولتی
۹: استاد مسلکی در کورسهای آمادگی کانکور
۱۰: عضو مسلکی در نصاب تعلیمی
۱۱: مشاور مسلکی در وزارت معارف
۱۲: مسول بخش محاسبات مالی در بانک های تجارتی
۱۳: کارشناس اداری در وزارت های مختلف
۱۴: کارشناس و عضو مسلکی در مراکز ساینسی
۱۵: کارشناس و عضو مسلکی در اداره عمومی گمرکات
۱۶: ترینر مسلکی در وزارت تحصیلات عالی و معارف
۱۲.۴. د ریاضي څانګې د آمر بیوګرافي
پوهندوی محمد رحیم رحیمي
پوهندوی محمد رحیم رحیمي د حسن خان زوی د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ اوسیدونکی چې په ۱۳۶۶ کال کې په پېښور کې زیږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د مهاجرینو په کېمپ محمدیه لیسه کې سرته رسولې دي او په ۱۳۸۳ کال کې له نوموړی لیسی څخه فارغ او په ۱۳۸۴ کال کې د کانکور آزموینې له لارې د شیخ زاید پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ریاضی ـ فزیک څانګې ته بریالی او په ۱۳۸۷ کال کې له نوموړې څانګې څخه په کادري نمرو فارغ شوی دی.
نوموړی د آزاد رقابت له لارې د ۱/۵/۱۳۸۸ نېټه د شیخ زاید پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي ریاضی څانګې ته د علمي کادر په توګه وګمارل شو؛ او بیا د لوړو زده کړو وزارت د (۲۹۱۷) ګڼې او ۱۳/۵/۱۳۹۳ نېټې حکم د انسجام او اکاډمیکو چارو محترم ریاست د (۷۲۸) ګڼې او ۲۰/۵/۱۳۹۳ نېتې مکتوب په اساس د لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځی د ریاضی څانګې ته تبدیل اود یوکال او شپږو میاشتو لپاره یې د ښوونې او روزنې پوهنځی سرپرستي په غاړه درلوده.
په ۱۳۹۷ کال کې د تحصیلي بورس له لارې چین هیواد ته د ماستري لپاره لاړاو په ۱۴۰۱ کال کې دچین هیواد د Wuhan University of Technology پوهنتون دApplied Mathematics څانګې څخه فارغ شو اوس مهال د (۳۱۲) ګنې اود ۵/۱/۱۴۴۴نیټې مکتوب په اساس د ریاضي څانګې د آمر او استاد په صفت دنده ترسره کوي.