۱۱.۲. کېميا څانګه

۱۱.۲. کېميا څانګه

د کېمیا بیولوژي څانګه لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له ایجاد سره سم د لوړو زده کړو وزارت د (۵۷۵) ګڼې د وړاندیز  او د ۱۳۹۳/۱۲/۱۳ ل کال سره سم او د تېر دولت ریاست د عالي مقام د (۱۲۰۰) ګڼې حکم د ۱۳۹۲/۲/۲۰ نېټې سره ایجاد په فعالیت پیل وکړ. لوګر پوهنتون د (۱۶۵) ګڼې وړاندیز او د ۱۳۹۴/۳/۲۵ نېټې سره سم د لوړو زده کړو وزارت د انسجام او اکاډمیکو چارو له ریاست څخه  د (۱۱۴) ګڼې حکم پر بنسټ د ۱۳۹۴/۴/۹ نېټې سره سم د تقنین او پراختیایي آمریت له لوري د علمي بورډ د ۱۳۹۴/۴/۸ نېټې د پریکړې پر بنسټ د کېميا څانګه د نورو څانګو په څېر مستقله ډول په فعالیت پیل وکړ . یاده څانګه اوس مهال شپږ تنه علمي کادر غړي لري.

لرلید: 
د ښوونې او روزنې پوهنځي کېمیا څانګه هڅه کوي چې د ټولنې او کار بازار علمي او صنعتي اړتیاوو پر بنسټ د نوښتګرو څېړونکو او مسلکي ښوونکو روزلو په برخه کې  د هیواد په کچه یو مخکښ او ځانګړی مقام ترلاسه کړي.

رسالت:
د ښوونې او روزنې پوهنځي کېمیا څانګه په لازمو مهارتونو، معاصرو درسي میتودونو او ښوونيزې ټګنالوژۍ په اسلامي او ملي روحیه سمبال د ټولنې او کار بازار د علمي او صنعتي اړتیاوو مطابق د نوښتګرو څېړونکو او مسلکي ښوونکو روزل خپل ماموریت ګڼي.

۱۲.۲. د کیميا څانګې د آمر بیو ګرافي

نوماند پوهنيار محمد فلاح

محمد فلاح د محمد انور زوی، د سلطان محمد لمسی، په ۱۳۷۳ هـ ش کال کې د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په یوه دینداره او تحصیلکړي کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې

نوموړی، د ځینو ستونزو له امله، په ۱۳۷۷ هـ ش کال کې له خپلې کورنۍ سره ایران ته مهاجر شو. هغه خپلې ابتدایی زدهکړې د شهید حسن اتحادي په ښوونځي (اصفهانایران)، متوسطه زدهکړې د شهدای ابهر په ښوونځي (اصفهانایران) او په ۱۳۹۰ هـ ش کال کې د لیسې دوره د شهید محمد تقي شریعتي په لیسه کې د ممتاز درجې سره بشپړه کړه.

د پوهنتون مخکې دوره یې په ۱۳۹۱ هـ ش کال کې د امام خمیني د پوهنتون مخکې انستیتوت (اصفهانایران) کې هم د ممتاز درجې سره پای ته ورسوله او په ۱۳۹۲ هـ ش کال کې د لوړو زدهکړو لپاره هیواد ته راستانه شو. نوموړی په ۱۳۹۴ هـ ش کال کې د کانکور ازموینې له بریالیتوب وروسته، د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د کېميا دیپارتمنت ته بریالی شو. له یو سمستر زدهکړې نه وروسته، نوموړی پروان پوهنتون ته تبدیل شو او په ۱۳۹۸ هـ ش کال کې یې د لیسانس دوره د ممتاز درجې سره بشپړه کړه

محمد فلاح له ۱۳۹۹ هـ ش څخه تر ۱۴۰۲ هـ ش پورې، د افغانترک امید کورس کې د کانکور کېميا مضمون تدریس کاوه، او د  ۲/ ۹ / ۱۴۰۳ نېټه یې د ازاد رقابت له لارې د لوګر پوهنتون د کېميا دیپارتمنت ته د علمي کادر غړي په  توګه بریالی شو.

 نوموړی د ۱۴۰۳ هـ ش کال د اسد میاشتې راهیسې، د پوهنتون د وړاندیز او د محترم وزارت د منظوري پر بنسټ، د کېميا دیپارتمنت آمر په توګه معرفي شوی دی.

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo