د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګه

د کرنېز اقتصاد او پراختیا څانګې مخینه

لوګر د لوړو زده کړو مؤسسه د لوړو زده کړو محترم وزارت د (۵۷۵) ۱۳/۱۲/۱۳۹۲ هـ ش ګڼه پیشنهاد او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مقام د (۱۲۰۰) ۲۰/۱۲/۱۳۹۳ ګڼه حکم په اساس منظور او رامنځته شوه، د لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې په وړاندیز او د لوړو زده کړو محترم وزارت  د عالي شورا (۳)۲۶/۱۲/۱۳۹۶ ګڼه  پریکړې په اساس د کرنې پوهنځی له دوه څانګو اګرانومۍ او  کرنیز اقتصاد او توسعې سره منظور او په ۱۳۹۸ هـ ش کال کې د کانکور ازموینې له لارې محصیلین د لوړو زده کړو ترلاسه کولو لپاره ورته معرفي شول، اوسمهال  په کرنیز اقتصاد او توسعې څانګه  کې په دریو؛ لومړی، دوهم او دریم ټولګیو کې ( ۱۲۰ ) تنه ذکور او ( ۸ ) تنه اناث محصلینې لري چې د څلورو تنو رسمي استادانو لخوا یې د تدریس چارې پرمخ وړل کیږي.

د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګې لرلید، ماموریت او موخې

لرلید ( Vision )

دکرنیز اقتصاد او پراختیا څانګه هیله لري چې د اسلامي او ملي اصولو پر بنسټ د کرنیزی دوامدارې پراختیا او د نوې ټکنالوژۍ د ترویج لپاره ټولنې ته علمي کادرونه وړاندی کړي ترڅو د هیواد د کرنیز سیستم په بیارغونه او پراختیا کې فعاله ونډه واخلي.

ماموریت(Mission )

د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګه ژمن دی چې د هېواد د کرنې د دوامدارې ودې او د اقتصاد د پراختیا په برخه کې د نوښتګرو، مسلکي او روزل شویو بشري منابعو په برابرولو سره د هېواد د کرنې د سیستم د عصري کولو او د ټولنې د اقتصادي ستونزو د حل په موخه وړ اومعقول حل لاره پیدا کړی.

موخې (Objectives)

  1. د کرنیزاقتصاد او پراختیا څانګې محصلینو لپاره د مسلکي روزنې (نظري او عملي)زده کړو چمتو کول.
  2. زده کوونکو ته د کرنیز اقتصاد او منابعو، د کرنې د تشبث مدیریت، د کرنې د ترویج او ښوونې او روزنې او د کلیو پراختیا، د بازار غوښتنې په پام کې نیولو سره د مهارتونو چمتو کول.
  3. د ټولنیزو او اقتصادي ستونزو د حل لپاره د علمی څیړنو ترسره کول، پوهی ته وده ورکول، د کرنې پراختیا او د پالیسیو جوړولو لپاره د موادو چمتو کول.
  4. د مشورتي خدماتو په وړاندې کولو او د پرمختیایي پروژو په پلي کولو کې د ګډون له لارې د اقتصادي پراختیا په بهیر کې فعاله برخه اخیستل.

د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګې لرلید، ماموریت او موخې د څانګې په (۲) پروتوکول  او ۷ / ۱ / ۱۴۰۰ کې او همدارنګه د کرنې پوهنځي د استادانو شورا  په (۵) پروتوکول او ۲۹ / ۱ /۱۴۰۰ کې مطرح، تائید او ثبت شوی دی.

د څانګې د آمر پیژندنه

نوماند پوهنیار صدیق الله حماس

نوماند پوهنیار صديق الله حماس د غلام مصطفى زوى چې د لوګر ولايت د مرکز اړوند پس آب بابوس کلی اصلي اوسېدونکى دى، په ١٣٧٦ لمريز کال کې په يوه دینداره او علم پروره کورنۍ کې زېږېدلى دى. لومړنۍ او ثانوي زده کړې يې د حضرت عمر فاروق (رض) په مرکزي عالی لېسه کې سرته رسولي او په ١٣٩٢ هجري لمريز کال کې په اعلی درجه فارغ شوى، د کانکور ازموينې له لاری په ١٣٩٤ لمريز کال کې د کندهار پوهنتون د کرنې پوهنځي ته شامل شو او د خاصی علاقی له مخی یی د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګه غوره کړ، او په ١٣٩٨ لمريز کال کې د لیسانس په کچه د پوهنځی په سطحه عمومی اول نمره فارغ شوی دی. د فراغت څخه وروسته د ټولیز کانکور  ازموینې له لارې د لوګر ولایت د الکترونیکي تذکرو د کارکووکی په توګه بریالی او له یو کال خدمت وروسته په ۱۳۹۹ کال کې د ازادې سیالۍ له لارې لوګر د لوړو زده کړو موسسی د کرنیز اقتصاد او پراختیا څانګې کرهنې پوهنځي په علمي کادر کې شامل شو. د تقرر له نیټی څخه تر اوسه د څانګې د سرپرست او د علمی کادر غړی په صفت خپل هیواد والو ته خدمت کوی.

د تشکیل د معلوماتو لپاره دلته کلیک وکړئ.