د ښوونې او روزنې پوهنځي
د ښوونې او روزنې پوهنځي مخينه
د لوړو زده کړو وزارت د درنو مقاماتو د (۵۷۵) ګڼې ۱۳/۱۲/۱۳۹۲ نېټې وړاندیز او د تېرې دولت د ریاست مقام د (۱۲۰۰) ګڼې ۲۰/۰۲/۱۳۹۳ نېټې حکم پر بنسټ، د لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځی د (ریاضي ـ فزیک) او (کېمیا ـ بیولوژي) په نوم له دوو ډیپارټمنټونو سره خپل علمي او اکاډمیک فعالیتونه پیل کړل. نوموړي پوهنځي د خپلې پیلیزې دورې په اوږدو کې د دوو کلونو لپاره د یادو څانګو له لارې د تدریس چارې پر مخ یوړې. وروسته د تقنین او مؤسساتي انکشاف آمریت د (۱۱۴) ګڼې ۹/۴/۱۳۹۴ نېټې مکتوب او د علمي بورډ د ۸/۴/۱۳۹۸ نېټې پرېکړې پر اساس، دغه دوه ډیپارټمنټونه په څلورو جلا څانګو ـ (ریاضي، فزیک، کېمیا او بیولوژي) ـ وویشل شول. په دوام کې، د ملکي لوړو زده کړو مؤسسو عالي شورا د (۵) ګڼې ۱۵/۵/۱۳۹۸ نېټې د (۱۷) بند د تصویب له مخې، د (اسلامي ثقافت) او (انګلیسي ژبې او ادبیاتو) دوه غیر فارغ ورکوونکي څانګې د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې رامنځته شوې. ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د (۱۲۶) ګڼې ۱۴/۶/۱۳۹۸ نېټې مکتوب پر اساس، د بیولوژي او ریاضي څانګو لپاره د شپې برنامې هم په همدې پوهنځي کې پيل شوې او د محصلینو پر وړاندې یې خپلې دروازې پرانیستې.
د وروستیو پرمختګونو په لړ کې، د وزارت عالي شورا د (۲۶۲۲/۱۰۶۹) ګڼې د ۲/۲/۱۴۰۲ نېټې د (۸) بند د تصویب پر اساس، د کمپیوټر زده کړې څانګه د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې تأسیس شوه. همدارنګه، د اسلامي ثقافت غیر فارغ ورکوونکې څانګه د فارغ ورکوونکې څانګې په کچه ارتقا ومونده او د (اسلامي علومو او فرهنګ) تر عنوان لاندې تأیید شوه.
اوس مهال د ښوونې او روزنې پوهنځی د اوو فارغ ورکوونکو څانګو لرونکی دی چې په کې د تجربې، علمي وړتیا او مسلکي پوهې څښتن استادان د محصلینو د روزنې، علمي څېړنو او اداري چارو مسؤلیت په اغېزمنه توګه پر مخ وړي. تر دې دمه دغه پوهنځی په (۸) دورو کې د هیواد د علمي او مسلکي خدمتونو ډګر ته د سلګونو فارغینو د وړاندې کولو ویاړ لري، کوم چې د ښوونې او روزنې په برخه کې د ټولنې د بنسټیز پرمختګ لپاره ارزښتناک رول لوبوي. د پوهنځي رهبري په ژمنتیا سره هڅه کوي چې محصلین د اسلامي فکر او ملي روحیې په رڼا کې وروزي او هغوی د نظام، هېواد او ټولنې د خدمت لپاره د متخصصو او مسلکي کدرونو په توګه وړاندې کړي.
د ښوونې او روزنې پوهنځي ستراتیژیکې موخـــې
- د علمي کادر غړو او اداري کارکوونکو د وړتیا لوړاوی.
- د علمي څېړنو ترسره کول.
- د کېمیا، فزیک او اسلامي ثقافت په برخه کي دوه د شپې برنامې ایجادول.
- د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکونې د دویم پړاو تېرول.
- په مجهزو لابراتوارونو سره د ساینسي ټولو څانګو سمبالتیا.
- په پروجکټورونو او څارونکو کامرو سره د ټولګیو سمبالول
- دشنې داسې ساحې جوړول چې ۲۰ اوږدې او سیوري لرونکې څوکۍ ولري.
- د کمپیوټرونو په لرلو د یوه کمپیوټر لب جوړول او دکتاب لوستنې لپاره د مناسب صالون لرونکی کتابتون.
- د پوهنځی په اوسني تشکیل کې د اکاډمیکو او اداري بستونو زیاتول.
- په اسلامي، انساني او ملي روحیه د هڅاندو، غښتلو او خلاقو محصلانو روزنه.
- د زده کړیالانو مسلکي مهارتونو او تخصصي پوهې کیفيت لوړول.
- د زده کړیالانو لپاره مشاورې مرکز ایجادول.
- د زده کړیالانو ترمینځ د تجربو شریکولو او افکارو د ګډون زمینه برابرول.
د استادانو د مکمل شهرت جدول
شمېره |
نوم |
تخلص |
تحصیلي څانګه |
موبایل شماره |
|
ذبیح الله |
عمری |
ریاضي |
0776623933 |
|
محب الله |
ستانکزی |
ریاضي |
0789260088 |
|
عبدالله |
مسرور |
ریاضي |
0730429154 |
|
محمد رحیم |
رحیمی |
ریاضي |
0771573158 |
|
غلام حبیب |
حبیبي |
ریاضي |
0780223262 |
|
عبدالصبور |
فیضی |
ریاضي |
0789448694 |
|
سید محمد |
سعادت |
ریاضي |
0780571984 |
|
||||
|
بریالی |
روفي |
کمپیوټر زده کړه |
0784077026 |
|
محمد جاوید |
میاخیل |
کمپیوټر زده کړه |
0774790958 |
|
الله محمد |
رازدار |
کمپیوټر زده کړه |
0749722091 |
|
عبدالقادر |
سادات |
کمپیوټر زده کړه |
0775002627 |
|
||||
|
وحیدالله |
عبدالرحیمزی |
بیولوژي |
0765305524 |
|
محمد عالم |
عاطف |
بیولوژي |
0744427184 |
|
نظیف الله |
مهین |
بیولوژي |
0780107477 |
|
وحیدالله |
همتا |
بیولوژي |
0780336850 |
|
قدرت الله |
مهمند |
بیولوژي |
0767052326 |
|
||||
|
صفی الله |
نوابي |
کېمیا |
0777426700 |
|
محمد جاوید |
ستانکزی |
کېمیا |
0775184122 |
|
عزیر محمد |
کاکړ |
کېمیا |
0744006965 |
|
شیر محمد |
حریفال |
کېمیا |
0764140755 |
|
محمد فاروق |
اریایي |
کېمیا |
0766824747 |
|
محمد فلاح |
سلطاني |
کېمیا |
0784093342 |
|
سردار ولی |
ثاقب |
کېمیا |
0780741312 |
|
||||
|
شبیر الله |
حیات |
فزیک |
0744115353 |
|
محمد شریف |
سلطاني |
فزیک |
0784574259 |
|
حضرت میر |
احمدزی |
فزیک |
0767797108 |
|
ذبیح الله |
احمدي |
فزیک |
0796203204 |
|
احمد ضیا |
زاهد |
فزیک |
0785231861 |
|
علی جان |
غلامي |
فزیک |
0708769592 |
|
||||
|
نجیب الله |
نجیب |
ارواپوهنه |
0788662458 |
|
نصیراحمد |
سهاک |
ارواپوهنه |
0772126277 |
|
||||
|
محمدتمیم |
مزمل |
انګلیسي |
0772056746 |
|
نورجمال |
مبارکزی |
انګلیسي |
0776590290 |
|
رفیع الله |
مهجور |
انګلیسي |
0787967596 |
|
حامد کرزی |
شینواری |
انګلیسي |
0779925903 |
|
محمد یعقوب |
رحماني |
انګلیسي |
0771915198 |
|
||||
|
احمد غیور |
یوسفزی |
اسلامي علوم او فرهنګ |
0749553191 |
|
ابراهیم |
نوري |
اسلامي علوم او فرهنګ |
0777702952 |
|
یحیی |
حقمل |
اسلامي علوم او فرهنګ |
0783505351 |
|
محمد نذیر |
محمدي |
اسلامي علوم او فرهنګ |
0770272068 |
|
فضل الربی |
فایض |
اسلامي علوم او فرهنګ |
0776856649 |
|
سید عظیم ا لله |
هاشمي |
اسلامي علوم او فرهنګ |
0765233763 |
|
شفیع الرحمن |
هاشمي |
اسلامي علوم او فرهنګ |
0788818650 |
|
فضل الربی |
زاهد |
اسلامي علوم او فرهنګ |
0778710311 |
|
میرویس |
ستانکزی |
اسلامي علوم او فرهنګ |
0779824694 |
د پوهنځي د رئیس پیغام
زه په ډېر درنښت او ویاړ سره تاسو ټولو ته د لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي ته ښه راغلاست وایم. دا پوهنځی د علم، مسلکي ودې، او د اسلامي او ملي ارزښتونو پر بنسټ ولاړ یو علمي بنسټ دی، چې د افغانستان د راتلونکو ښوونکو او روزونکو د روزنې لپاره ژمن دی.
له تأسیس راهیسې، پوهنځي هڅه کړې ده چې یو داسې علمي او اکاډمیک چاپېریال رامنځته کړي، چې پکې علمي لوړتیا، اخلاقي ارزښتونه، او انتقادي فکر وده وکړي. موږ د خپلو اوو فعالو څانګو، مجربو استادانو، او د پوهنځي د ټولو کارکوونکو په ګډو هڅو سره سلګونه زدهکوونکي روزلي او فارغ کړي دي، چې اوس د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ښوونې او روزنې په مختلفو ساحو کې د خدمت په ډګر کې ولاړ دي.
موږ هڅه کوو چې داسې ښوونکي، روزونکي او څېړونکي وروزو، چې علمي پوهه، مسلکي مهارتونه، او ټولنیز مسؤولیت په غوره توګه تر سره کړي، او د معاصرې نړۍ د اړتیاوو او ننګونو ځواب وویلی شي. په همدې اساس، موږ معاصر تدریسي میتودونه، ټکنالوژي، او څېړنیز مهارتونه د اسلامي او افغاني ارزښتونو تر سیوري لاندې خپلو زدهکوونکو ته وړاندې کوو، څو هغوی د علم، اخلاقو او مسؤلیت پر بنسټ بریالي، بااخلاقه او فعال وګړي شي.
موږ د کیفیت لوړوالي، علمي ځواک، او ټولنیزو خدمتونو ته ژمن یو. له مهمو هدفونو څخه مو دا دی، چې د علم او پوهې معیار ته وده ورکړو، د نوښتګر تدریسي او څېړنیز چاپېریال رامنځته کړو، او د خپلو زدهکوونکو له لارې ټولنې او هېواد ته اغېزمن خدمت وړاندې کړو. دا او دې ته ورته نور هدفونه د دې خبرې ثبوت دی، چې موږ غواړو یو پرمختللی، د نوښتونو او ابتکارونو ډک علمي چاپېریال رامنځته کړو.
زما پیغام تاسو خوږو زدهکوونکو ته دا دی: تاسو د دې خاورې او زموږ د هېواد راتلونکی یاست. له دې فرصت څخه په پوره مینه او لیوالتیا ګټه واخلئ، خپلې زده کړې بشپړې کړئ، او ټولنې او هېواد ته په پوره وړتیا، پوهه او اخلاص سره خدمت وکړئ. همدارنګه له خپلو قدرمنو استادانو، همکارانو او شریکانو څخه غوښتنه کوم، چې راځئ په ګډه هڅه وکړو څو د ښوونې او روزنې پوهنځی د ملي ویاړ، نوښت او لوړ معیار یوه بېلګه وګرځي.
اللّٰه جل جلاله دې زموږ هڅې د یو روښانه او هوسا سبا لپاره قبولې کړي.
په درنښت
پوهنمل ابراهيم نوري
د پوهنځي د رئیس بیوګرافي
پوهنمل ابراهیم نوري د نورولي زوی، په ۱۳۶۵ هـ ش کال کې د هجرت په دیار، پاکستان کې، په یوې متدینې او علمدوسته کورنۍ کې زېږېدلی دی.
لومړنۍ زدهکړې یې په پېښور کې ترسره کړې، او له هغه وروسته د خپل هېواد افغانستان ته له ستنېدو سره سم، د اختصاصي کانکور له لارې په ۱۳۹۰ هـ ش کال کې د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي تعلیماتو څانګې ته بریالی شو، او په ۱۳۹۳ هـ ش کال کې له یاد پوهنځي څخه په کادري نمرو فارغ شو.
له فراغت وروسته، د ازاد رقابت له لارې په ۱۳۹۳ هـ ش کال کې د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د تفسیر او حدیث څانګې د ماسترۍ پروګرام ته بریالی شو، او له دوه کلن علمي مزل وروسته په ۱۳۹۴ هـ ش کال کې له ماسترۍ مرحلې څخه هم په کادري نمرو فارغ شو.
د پوهنتون استادۍ سره د نوموړي ژور شوق او مینې له امله، له فراغت سره سم یې په شخصي پوهنتونونو کې د استادۍ مقدسه دنده پیل کړه. وروسته، د لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د اسلامي ثقافت څانګې ته د ازاد رقابت له لارې په ۱۳۹۹ هـ ش کال کې بریالی شو.
په ۱۴۰۲ هـ ش کال کې د ښوونې او روزنې پوهنځي د رئیس په توګه وټاکل شو، او تر ننه د یاد پوهنځي د ریاست چارې پرمخ وړي.
د پوهنځي معاوين بيوګرافي
پوهنیار نجیب الله نجیب د جنت ګل زوی، په ۱۳۷۲ هـ ش کال کې د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په یوه دینداره او علمدوسته کورنۍ کې زېږېدلی دی. نوموړي خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې د لوګر ولایت د پادخواب روغني په عالي لیسې کې بشپړې کړې او په ۱۳۹۲ هـ ش کال کې د دې لیسې څخه په لوړه درجه فارغ شوې. د کانکور ملي ازموینې د بریالۍ پایلې پر بنسټ، نوموړي کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځي د مشورې او لارښوونې څانګې ته لار وموندل او په ۱۳۹۶ هـ ش کال کې یې په غوره کادري پایلو سره د لیسانس سند ترلاسه کړ. په ۱۳۹۷ هـ ش کال کې نوموړي لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د علمي کادر رقابتي ازموينه کې بریا خپله کړه او د دې پوهنتون د علمي غړي په توګه وګمارل شو. د هغه د علمي او مدیریتي وړتیاوو په نظر کې نیولو سره، د ۱۳۹۸ هـ ش کال د وږي په ۲۶مه نېټه، نوموړی د لوړو زدهکړو وزارت په لزوم او حکم پر بنسټ لوګر پوهنتون د استادانو د عمومي مدیر په توګه وټاکل شو، چې وروسته د استادانو د ګمارنې او علمي ترفېعاتو د امریت سرپرستي هم ور وسپارل شوه، چې اوسمهال د ښوونې او روزنې پوهنځي د مرستیال او علمي کادر غړي په توګه دنده ترسره کوي.
ښـــوونــې او روزنــې پوهنځی هڅه کوي چې د ټولنــې اړتیاوو او د کار بازار ته په کتو، د څېړنو او مسلکي ښوونکو روزلو په برخه کــې د هـيواد په کـچه د یو با اعتباره او مخکښ اکاډمیک بنسټ په توګه ځانګـــړی مـقـام خپل کړي.
د پوهنځي رسالت
ښــوونـې او روزنــې پوهــنځی په لازمــو مهـارتونو، عصــري میتودونو، ښوونیزه ټکنالوژۍ، اسلامــي او ملــي روحيـې سمبال مسلکــي، ژمن او مبتکــر ښوونکــو روزل او ستونزو ته علمــي حل لارو لټولو په موخـه د څېړنو ترسره کـول خپل مـامـوریت ګـڼي.
د پوهنځي ارزښتونه
- اسلامي او ملي ارزښتونو ته درناوی او ژمنتیا.
- د هیواد نافذه قوانینو، احکامو،فرامینو او لوایحیو ته درناوی.
- صداقت، عدالت او تعهد.
- کاري ژمنتیا او پر مسلکیتوب باور.
- چارو کې کیفیت ته ځانګړې پام لرنه.
- شفافیت و حساب ورکونه.
- د مسئولیت احساس.
- خلاقیت او نوښت.
- د فساد او تعصب په وړاندې مبارزه.
- د مشارکت اصل ته په کتلو سالم رقابت کول.
د ښوونی او روزنی پوهنځې د نوی نصاب کتابونه |
||
شماره |
کتاب نوم |
فایل |
۱ |
ریاضی نوی نصاب |
|
۲ |
فزیک نوی نصاب |
|
۳ |
کیمیا نوی نصاب |
|
۴ |
بیولوژی نوی نصاب |
|
۵ |
د ښوونې او روزنې پوهنځۍ کتلاک |
|
۶ |
|
|