کرنی پوهنځی

د کرنی پوهنځی مخینه

کرنی پوهنځي د لوګر د لوړو زده کړو موسسې په وړاندیز او د لوړو زده کړو محترم وزارت د عالی شورا د (۳) ۲۶/۲/۱۳۹۶ ګڼه پریکړی په اساس د دوه اګرانومی، کرنیز اقتصاد او توسعی دیپارتمنتونو سره منظور شوه. نوموړی پوهنځي ته په کال ۱۳۹۸ ه. ل. کې د کانکور ازموینی له لاری د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو په منظور محصلین ور وپیژندل شول. اوسمهال د کرنې په پوهنځي کې ۲۲۲ تنه محصلین چې ۲۱۲ تنه يې نارینه او ۱۰ تنه یې ښځینه دی په زده کړو بوخت دي چې تدریسی چاری یې د نهو تنو مسلکی استادانو له لوری په مخ وړل کیږي.

کرنی پوهنځی لرلید

د کرنې پوهنځي هوډ لری چې د یو علمی بنسټ په توګه د هیواد د پایداره پراختیا لپاره د کرنې په برخه کې نوښتګر، کادری، مسلکی، او د کاری مارکیټ د غوښتنو مطابق بشری ځواک په وړاندی کولو کې مخکښه پوهنځي واوسي.

کرنی پوهنځی ماموریت

د کرنې پوهنځي د یو علمی بنسټ په توګه هڅه کوی چې د ټولنې د اړتیاوو په نظر کې نیولو سره د تدریس، عملی زده کړو، او علمی څیړنو په وسیله په اسلامي او ملي روحیه روزل شوي مسلکي بشري ځواک ټولنې ته وړاندې کړي.