انګلېسي ژبې ادبیاتو څانګه

 

                                                           

لوګر د لووو زده کړو مؤسسه

علمي او محصلانو چارو معاونیت

ښوونې او روزنې پوهنځی

انګلېسي ژبې او ادبياتو  څانګه

لرليد  

د انګلېسي ژبې او ادبياتو څانګه به په ملي کچه داسې مسلکي او پياوړي اشخاص وروزي چې پر مټ به يې د انګلېسي ژبې په برخه کې د ټولنې اړتياوې پوره کړي.

رسالت

د انګلېسي ژبې او ادبياتو څانګې ټوليزه موخه سواد ته، په خاص ډول د انګلېسي ژبې په برخه کې د لوستلو، ليکلو او خبرو کولو توانايۍ ته پرمختک ورکول دي.

ستراتيژيکې موخې:

۱. د عصري ښوونيزو وسايلو په مرسته زده کړيالانو ته د انګلېسي ژبې او ادبياتو په برخه کې معياري زده کړې وړاندې کول.

۲. د څانګې د غړو او د زده کړيالانو لپاره د ظرفيت لوړونې پروګرامونه په لار اچول.

۳. د لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې د نورو پوهنځيو استادانو ته د انګلېسي ژبې په برخه کې د انګلېسي ژبې مختلف پروګرامونه برابرول تر څو د انګلېسي ژبې په مرسته په خپل مسلک کې د خپلې پوهې کچه لوړه کړي.

۴. زده کړيالان د انګلېسي ژبې په برخه کې څېړنې ته هڅول.

د څانګې مخينه

د انګلېسي ژبې او ادبياتو څانګه د ملکي لوړو زده کړو مؤسسو عالي شوری د (۵) ګڼې ۱۵/۰۸/ ۱۳۹۸ نېټې (۱۷) بند تصويب پر بنسټ د يو غير فارغ ورکوونکي څانګې په حيث د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې داخل شو.  د استاذانو تقرر يې په ۱۵/ ۰۲/ ۱۴۰۰نېټه شوی او له دې تاريخ څخه وروسته يې په فعاليتونو پيل وکړ. دغه څانګه اوسمهال درې تنه نوماند پوهنيار کادري غړي لري چې نوماند پوهنيار رفيع الله مهجور يې د سرپرست آمريت دنده په غاړه لري.

ارزښتونه:

۱. ژمنتيا، شفافيت او عدالت

۲. د عصري او مؤثرو ميتودونو په مرسته د تدريس چارې پر مخ وړل

۳. د لوړو زده کړو وزارت قوانينو او لايحو ته درناوی او د هغو مراعتول

۴. د غړو تر منځ سالم رقابت، مرسته او همغږي

۵. د چارو سالم مديريت

۶. د وخت غوره مديريت

د دیپارتمنت آمر لایحه وظایف

  1. ديپارتمنت غونډو رهبري او د يپارتمنت چارو تر سره کول.
  2. د مونوګرافونو، استادانو د علمي – تحقیقي پروژو د عنوانونو تعین او توزیع همدارنګه محصلینو او استادانو ته د مشاور او لارښود استاد ټاکل اکادمیکو معیارونو ته په کتلو سره.
  3. د دیپارتمنت جلسې په بنسټ کادري غړو ته د مضامینو ویش.
  4. د پوهنځی او لوړو زده کړو مؤسسې د علمي شوراګانو د فیصلو پر عملي کولو څارنه.
  5. د ديپارتمنت فیصلو د تطبیق په هکله لازمې کړنې.
  6. د ديپارتمنت د مشکلاتو حل، کمیو او ضروتونو پوره کولو دپاره هڅې.
  7. د تدریس او هغو تحقیقي پروژو چې د ديپارتمنت کادري غړو لخوا د علمي ترفیع دپاره اخستل کیږي د اکادمیکو او علمي معیارونو د تطبیق څارنه.
  8. د ديپارتمنت اړوند تحصلي نصاب تطبیق، درسي مفرداتو، عملي او نظري درسونو څارنه.
  9. د پوهنځی اړوند کمېټو سره همکاری.
  10. د د يپارتمنت د هغو کادري غړو چې په تدریسي او تحقیقي برخو کې نوښتونه او وړتیاوې له ځانه ښيي د ستاینلیکونو وړاندیز.
  11. د ديپارتمنت او پوهنځی د پرمختګ دپاره نوښتونه را مینځته کول.
  12. د ديپارتمنت د کړنو راپور ترتیب کول.
  13. د تحصیلي پلان او ارزونو طرزالعمل مطابق د امتحانونو او درسي تقسیم اوقاتونو ترتیب کول.
  14. په دندې پورې اړوند ټولو هغو کړنو ترسره کول چې د ذیصلاح مراجعو او قانوني اسنادو په بنسټ سپارل کیږي تر سره کول.

د انګلېسي ژبې او ادبياتو څانګې د استادانو لنډه بیوګرافی

د نوماند پوهنیار رفيع الله مهجور لنډه بيوګرافي

د لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي د انګلېسي ژبې او ادبياتو څانګې کادري غړی نوماند پوهنیار رفيع الله مهجور د جمال الدين زوی په ۱۳۷۳ کال کې د ننګرهار ولایت مرکز اړوند اتمه ناحيه کې په یوه دینداره کورنۍ کې زیږیدلی دی. له ابتدايي او ثانوي زده کړو وروسته په ۱۳۹۱ کال کې د محمدي صاحبزاده عالي لېسې څخه فارغ او د ۱۳۹۳ کال کانکور آزموینې له لارې د ننګرهار عالي دارالمعلمين انګلېسي څانګې ته بریالی او په ۱۳۹۵ کې له یادې څانګې څخه فارغ شو. وروسته بيا د اختصاصي ازموينې له لارې په کال ۱۳۹۶ د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبياتو پوهنځي انګلېسي څانګې ته بریالی او په ۱۳۹۸ کال له یاد پوهنځي څخه فارغ شو چې له فراغته درې مياشتې وروسته په  همدې کال کې د آزادې سیالۍ يوې آزموینې له لارې د الفلاح (خصوصي) پوهنتون ته د انګلېسي ژبې د استاد په حیث بریالی شو. په یاد بنسټ کې وروسته له دوه کاله خدمت څخه په ۱۴۰۰ کال کې د آزادې رقابتي آزموینې له لارې لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې ښوونې او روزنې پوهنځي په انګلېسي څانګې ته د علمي کادر په حيث بريالی شو چې له همدغې نېټې وروسته په یاد زده کړييز بنسټ کې د هيواد د بچيانو په روزنه بوخت دی.

 

د نوماند پوهنيار محمد تميم مزمل بیوګرافي

دلوګردلوړوزده کړوموسسې، دښوونې اوروزنې پوهنځي، دانګلیسي ژبې اوادبياتویاتودیپارتمنت کادري غړی نوماندپوهنیار محمدتمیم مزمل د محمدنعیم زوی په ۱۳۷۲ه ش کال کې د میدان وردګو ولایت، جلریزولسوالۍ، د‌‌ذیولات کلي اړوند په یوه دینداره کورنۍ کې زیږیدلی دی. له ابتدائي او ثانوي زده کړو وروسته ېې په ۱۳۹۱ه ش کال کې د ذیولات له  عالي لیسې څخه فارغ اوپه  ۱۳۹۳ه ش کال کې دکانکورد آزموینې له لارې د کندهار پوهنتون، ښوونې او روزنې پوهنځي دانګلیسي ژبې اوادبياتو  څانګې ته بریالی او په ۱۳۹۷ه ش کال کې له یاد پوهنتون څخه په کادرکې فارغ شوی دی. له پوهنتون څخه ترفراغت وروسته یې دحضرت عاصم (رض) په عالي خصوصي لېسه، کلاسیک تعلیمي مرکز اوځلاند دانګلیسي اوکمپیوټرزده کړې په علمي مرکزکې دانګلسي مضمون داستادپه حیث دنده اجراکړې ده. په ۱۳۹۹ه ش  کال کې د آزاد رقابت آزموینې له لارې لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې ښوونې او روزنې پوهنځي په انګلیسي څانګه کې د علمي کادر په صفت وګمارل شو چې تر اوسه پورې په همدې علمي بنسټ کې خپله مقدسه دنده پرمخ وړي.

 

د نوماند پوهنيار نور جمال مبارکزي بیوګرافي

دلوګردلوړوزده کړوموسسې، دښوونې اوروزنې پوهنځي، دانګلیسي ژبې اوادبياتویاتودیپارتمنت کادري غړی نوماند پوهنیار نورجمال مبارکزی د سیدمبارک شاه زوی په ۱۶/۱۲/۱۳۷۰ه ش  کال کې د پکتیا ولایت دسیدکرم ولسوالی دکوه سین  خانوخیلوکلي اړوند په یوه دینداره کورنۍ کې زیږیدلی دی. ابتدائېه زده کړې یې د بنګښو په عالي لېسه کې اوثانوي زده کړې یې په څمکنیوعالي لېسه کې سرته رسولي دي، چې  په ۱۳۸۹ه ش کال کې د څمکنیوله مرکزي عالي لېسې څخه فارغ شوی دی. چې د ۱۳۹۲ه ش کال د کانکور آزموینې له لارې دپکتیا پوهنتون دژبواوادبياتویاتو پوهنځي، انګلېسي څانګې ته بریالی او په ۱۳۹۵ کال کی له یاد پوهنتون څخه په کادرکې  فارغ شو.

دندې:

استاد نورجمال مبارکزی په ۱۳۹۰ ه ش کال کې دآزاد رقابت له لارې دپکتیا ولایت اړوند څمکنیوولسوالۍ دنسوان حصارک ابتدائیه ښوونخي ته داستاد په صفت بریالی شوچې له یوکال خدمت وروسته په ۱۳۹۱ ه ش کال کې دراغه کلي ابتدائیه ښوونځي ته تبدیل شو. نوموړی استاد په یادښوونځي کې له یو کال خدمت وروسته دحلیم قلعه عالي لیسې ته داستاد په حیث تبدیلي وکړه او په یاده لېسه کې له یوه کال خدمت وروسته د تیرې باغشاه عالي لېسې ته تبدیل شو چې تر۱۳۹۹ ه ش کال پورې يې په یاده لېسه کې داستاد په صفت دنده ترسره کړه. همدارنګه نوموړی استاد د۱۳۹۶ه ش څخه تر۱۳۹۸ه ش کال ترآخره پورې دپکتیاپوهنتون دژبواوادبياتویاتوپوهنځي اوښوونې اورزنې پوهنځي دانګلیسي ژبې اوادبياتویاتوپه څانګوکې دقراردادي استادپه توګه دنده اجراکړې ده. استادنورجمال مبارکزي دپوهنې په برخه کې ترنهه کلن خدمت وروسته د۱۳۹۹ ه ش کال کې دآزادرقابت له لارې لوګردلوړوزده کړوموسسې، ښوونې اوروزنې پوهنځي په انګلیسي څانګه کې دعلمي کادرپه توګه وګمارل شوچې تراوسه په همدې علمي بنسټ کې خپله مقدسه دنده پرمخ وړي.

لوګر دلوړو زده کړو موسسې د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر د لوړو زده کړو موسسه دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

مفتي سید ضیاءالاحمد صارم

لوګر دلوړو زده کړو موسسې رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم