۱۱.۴. ریاضي څانګه

لوګر پوهنتون

علمي او محصلانو چارو معاونیت

ښوونې او روزنې پوهنځي

ریاضي څانګه

د څانګې مخینه:

د ریاضي فزیک څانګه لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له ایجاد سره سم د لوړو زده کړو وزارت د (۵۷۵) ګڼې د وړاندیز  او د ۱۳۹۳/۱۲/۱۳ ل په نېټه او د تیر دولت ریاست د عالي مقام د (۱۲۰۰) ګڼې حکم د ۱۳۹۲/۲/۲۰ نېټې سره ایجاد او په فعالیت پیل وکړ. لوګر پوهنتون د (۱۶۵) ګڼې وړاندیز او د ۱۳۹۴/۳/۲۵ نېټې سره سم د لوړو زده کړو وزارت د انسجام او اکاډمیکو چارو له ریاست څخه د یادو څانګو د بېل والي غوښتنه وکړه، چې خوشبختانه بیا د (۱۱۴) ګڼې حکم پر بنسټ د ۱۳۹۴/۴/۹ نېټې سره سم د تقنین او پراختیایي آمریت له لوري د علمي بورډ د ۱۳۹۴/۴/۸ نېټې د پریکړې پر بنسټ د ریاضی څانګه د نورو څانګو په څېر په مستقل ډول په فعالیت پیل وکړ، چې  یاده څانګه اوس مهال (۷) تنه علمي کادر غړي لري.

لرليد

د ریاضي څانګه هڅه کوي چې د هیواد په کچه مسلکي  او متخصصو ښوونکو د روزنې  مرکز په توګه ځانګړی مقام خپل کړي.

رسالت

د معیاري زده کړو، د معاصرې تکنالوژي، د تدریس نویو میتودونو او لازمومهارتونو پر بنسټ د ریاضي د متخصصو کادرونو او مسلکي ښوونکو روزنه.

پورته د څانګې لرلید او رسالت د څانګې په (    ۸    ) ګڼه پروتوکول او    ۲ /    ۴   /  ۱۴۴۷  هـ . ق مطابق   د  ۲ / ۷ / ۱۴۰۴ هــ. ش نيټه جلسه، د پوهنځي ستراتیژیک پلان کمېټې په  (   ۷    ) ګڼه پروتوکول او  ۱۵ /  ۴   / ۱۴۴۷ هـ . ق مطابق د  ۱۵ / ۷ / ۱۴۰۴ هــ. ش نېټه جلسه او همدارنګه د پوهنځي علمي شورا   (۸  ) ګڼه پروتوکول او     ۲۰   /     ۴   /۱۴۴۷ هـ . ق مطابق د۲۰ / ۷ / ۱۴۰۴ هــ. ش نېټه جلسه کې ثبت دي.

 

تشکیلاتي جدول:

نوم

تخلص

علمي رتبه

وظیفه

عبدالصبور

فیضی

پوهنمل

د څانګې  آمر

محمد رحیم

رحیمی

پوهندوی

علمي کادر غړی

غلام حبیب

حبیبي

پوهنیار

علمي کادر غړی

ذبیح الله

عمری

پوهنیار

علمي کادر غړی

سید محمد

سعادت

نوماند پوهنیار

علمي کادر غړی

محب الله

ستانکزی

نوماند پوهنیار

علمي کادر غړی

عبدالله

مسرور

نوماند پوهنیار

علمي کادر غړی

فرصت های کاری برای فارغان رشته ریاضی

۱: عضویت در کادر علمی پوهنتون‌ها
 ۲: عضویت در اکادمی علوم
 ۳: عضویت در اداره انرژی اتومی
 ۴: عضو مسلکی در ریاست تحقیق، تألیف و ترجمه
۵:  عضو مسلکی در ریاست نصاب تحصیلی
۶: مشاور مسلکی در وزارت تحصیلات عالی
 ۷: آمر، سرمعلم و مدرس مسلکی در مکاتب خصوصی و دولتی
 ۸: معاون تدریسی در مکاتب خصوصی و دولتی
 ۹: استاد مسلکی در کورس‌های آمادگی کانکور
 ۱۰: عضو مسلکی در نصاب تعلیمی
 ۱۱: مشاور مسلکی در وزارت معارف
 ۱۲: مسول بخش محاسبات مالی در بانک های تجارتی
 ۱۳: کارشناس اداری در وزارت های مختلف
 ۱۴: کارشناس و عضو مسلکی در مراکز ساینسی
 ۱۵: کارشناس و عضو مسلکی در اداره عمومی گمرکات
 ۱۶: ترینر مسلکی در وزارت تحصیلات عالی و معارف

۱۲.۴. د ریاضي څانګې د آمر بیوګرافي

پوهندوی محمد رحیم رحیمي 

پوهندوی محمد رحیم رحیمي  د حسن خان زوی د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ اوسیدونکی چې په  ۱۳۶۶ کال کې په پېښور کې زیږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د مهاجرینو په کېمپ محمدیه لیسه کې سرته رسولې دي او په ۱۳۸۳ کال کې له نوموړی لیسی څخه فارغ او په ۱۳۸۴ کال کې د کانکور آزموینې له لارې د شیخ زاید پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د ریاضی ـ فزیک څانګې ته بریالی او په ۱۳۸۷ کال کې له نوموړې څانګې څخه په کادري نمرو فارغ شوی دی.

نوموړی د آزاد رقابت له لارې د ۱/۵/۱۳۸۸ نېټه د شیخ زاید پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي ریاضی څانګې ته د علمي کادر په توګه وګمارل شو؛ او بیا د لوړو زده کړو وزارت د (۲۹۱۷) ګڼې او ۱۳/۵/۱۳۹۳ نېټې حکم د انسجام او اکاډمیکو چارو محترم ریاست د (۷۲۸) ګڼې او ۲۰/۵/۱۳۹۳ نېتې مکتوب په اساس د لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې  پوهنځی د ریاضی څانګې ته تبدیل اود یوکال او شپږو میاشتو لپاره یې د ښوونې او روزنې پوهنځی سرپرستي په غاړه درلوده.

په ۱۳۹۷ کال کې د  تحصیلي بورس له لارې چین هیواد ته د ماستري لپاره لاړاو په ۱۴۰۱ کال کې دچین هیواد د Wuhan University of Technology پوهنتون دApplied Mathematics  څانګې څخه فارغ شو اوس مهال د (۳۱۲) ګنې اود ۵/۱/۱۴۴۴نیټې مکتوب په اساس د ریاضي څانګې د آمر او استاد په صفت دنده ترسره کوي.

د ریاضی څانګی د محصلانو لارښود کتاب

د ریاضي څانګې کتلاک

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم