شیـ؛؛؛خ القرآن والحدیث عبدالحمید حماسي؛ د پوهنتون محصل او د مدرسې ط؛؛؛الب العلم راته هېڅ توپیر نه لري!

چهارشنبه: د ۱۴۰۴کال سبنلې/ وږي ۱۲مه او د ۱۴۴۷ ربیع الاول ۱۰مه نېټه.
د هیواد نوموتی دیني عالم شیـ؛؛؛خ القرآن والحدیث عبدالحمید حماسي وایي: د پوهنتون محصل او د مدرسې ط؛؛؛الب العلم هېڅ جلاوالی نه لري او اړتیا ده، چې دواړه په ښه توګه پر دیني او عصري زده کړو سمبال وروزل شي.
ښاغلي شیـ؛؛؛خ صاحب حماسي دا خبرې تېره ورځ لوګر پوهنتون د غونډو په تالار کې د دغه پوهنتون رهبري، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو ته وکړې. نوموړي زده کړیالانو ته په خطاب کې وویل: مونږ تل دا احساس لرو، چې د هیواد هر ځوان دې د دیني اړینو زده کړو ترڅنګ عصري زده کړې وکړي؛ ځکه عصري زده کړې د دین او ټولنې اړتیاوې پوره کوي، چې پر اساس یې هیواد پرځان بسیاینې ته رسیږي، نو وخت یې دی، چې په خپلو اړوندو برخو کې په پوره مهارت او زیار سره لوړې زده کړې وکړئ او د هیواد د هر اړخیز پرمختګ لپاره لاسونه سره یو کړئ. ښاغلي شیـ؛؛؛خ صاحب حماسي زیاته کړه، چې ځوان نسل باید تېر تاریخ ته په غور کتنه وکړي او د غفلت او همدا راز د پردیو د استعمار پر وړاندې ویښ او ځیرک و اوسي. ښاغلي شیـ؛؛؛خ حماسي یوځل بیا پر استادانو او محصلینو ټینګار وکړ، چې که د خپل عمر روان ۱۰ یا هم ۱۵ کلونه ځانونه د علم په برخه کې پوره زیار او هڅې ته ورکړو، نو له مونږ سربېره به راتلونکې پېړۍ نسل له خورا له بریالیتوب او پرمختګ څخه برخمن وي.
باید وویل شي، چې یاد مجلس لوګر پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت لخوا ترتیب شوی و، چې په پای کې د کونړ، ننګرهار او څېرمه سیمو د زلزې له امله قربانیانو ته تر دعایې وروسته د دغه پوهنتون د رهبري لخوا له ښاغلي شیـ؛؛؛خ صاحب حماسي څخه د مننې او کوروداني ترڅنګ نوموړي ته د پوهنتون د رهبري لخوا ترتیب شوې معنوي ډالۍ هم ورکړل شوه.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.