د کرنې پوهنځي محصلانو ته د ( سي وي لیکنې) او (خاښ بوري، قلمه او پیوند) په اړوند بېلابېل روزنیز سمینارونه وړاندې شول
یکشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/لیندۍ ۲مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثانی ۲مه نېټه.
لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د درېیم او څلورم ټولګیو محصلانو ته د ( سي وي لیکنې) او (خاښ بوري، قلمه او پیوند) په اړوند بېلابېل روزنیز سمینارونه وړاندې شول.
دغه روزنیز او معلوماتي سمینارونه، چې تېره د تېرې اونۍ په لړ کې د کرنې پوهنځي د استادانو پوهنیار شفیق الله بختیار، پوهنیار فضل حنان ساپي او پوهنیار عبدالله ځلاند لخوا ترتیب شوي وو، په بېلابېلو وختونو کې په منظم ډول وړاندې شول.
ورته مهال د کرنې پوهنځي مسؤلین دا ډول روزنیز سمینارونه په علمي او مسلکي برخه د محصلانو لپاره خورا ګټور او اړین بولي او زیاتوي، چې دوی تل هڅه کوي؛ تر څو د یاد پوهنځي د محصلانو لپاره د نظري زده کړو سربېره عملي زده کړو او تجربې لا نورې هم ډېرې کړي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.
