د کرنې پوهنځي محصلانو د بني حصار د مالدارۍ څېرنیز فارم ته علمي سیر ترسره کړ؛

logu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۷
۱۱

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال عقرب/ لړم ۷مه او د ۱۴۴۷ جمادی الاول ۷مه نېټه.
 لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د کرنیز اقتصاد او توسعې څانګې د درېیم ټولګي محصلانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د بني حصار د مالدارۍ څېرنیز فارم ته علمي سیر ترسره کړ.
یادو محصلانو د فارم مدیریت مضمون په برخه کې د استاد پوهنيار صديق الله حماس په لارښوونه او د پوهندوی محمد سردار احمدي او پوهنيار نعیم الله رحماني په ملتیا د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د بنی حصار د مالدارۍ تحقیقاتو فارم ته د علمي سیر په ترڅ کې د فارم مدیریت اړوند موضوعات او مباحث په عملي توګه ولیدل. د نسلي غواګانو د نسل اخستني او د منجمد سپرم د لابراتوارونو او پروسس کولو مرکز څخه لیدنه، د غواګانو مصنوعي القاح پروسه، د غواګانو د مدیریت اړوند پلان، د فارم د بشري ځواک مدیریت، د غواګانو د ساتنې بېلابېل صنفونه، د شیدو ورکونکو غواګانو د تغذيې فورمولاسیون او د خوراکي موادو ترکیب، د شیدو لوشلو ماشينونه او د ګټې اخستنې ډول، د فارم د  محصولات بازار موندنې او د خرڅلاو سیستمونه، د عوایدو راټولولو سيستمونه، د غواګانو د روزنې او ساتنې پرمختللي سيستمونه او تخنیکونه، د فارم د احتمالي خطراتو څخه د مخنيوي لارې چارې او ورته موضوعات د دغه علمي سیر موخې او لاسته راوړنې وې، چې محصلان یې هم له پایلو خوښمن وو.
باید وویل شي، چې یادو محصلانو تېره ورځ هم د لوګر ولايت محمدآغې ولسوالۍ کې د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ رياست اړوند ۸۰ جریبه باغ ته علمي سير ترسره کړی و.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۹
Background image

په ښوونې او روزنې پوهنځي کې یوه نوې تحصیلي څانګه رامنځته شوه؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبله/ وږي ۲۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۱لومړۍ نېټه.
د لوګر پوهنتون په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ د ( تربیتي علومو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

لوګر پوهنتون کې د ولیبال یو باب معیاري لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبلې/ وږي ۲۵مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د (۱،۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د ولیبال لوبې یو باب معیاري لوبغالی، دافغان ځوانانو خدماتي مؤسسې. . .

BACK TO NEWS