لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

یکشنبه: د ۱۴۰۴کال سنبلې/ وږي ۹مه او د ۱۴۴۷ ربیع الاول ۷مه نېټه.
لوګر پوهنتون د علمي شورا نوبتي ناسته د دغه پوهنتون د رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د یادې ناستې نور برخوال د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی مولوي میرویس ستانکزی، مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الربي مصطفی، د څلورګونو پوهنځیو رییسان، څانګو او مستقل آمرین وو.
په ناسته کې د ښې همغږۍ، اکاډمیک پرمختګ او تحصیلي پیاوړتیا په موخه بېلابېل موضوعات تر بحث او پرېکړو ورسېدل.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.