لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د ۱۴۰۴ کال عمومي کانکور د لومړۍ ورځې ازموينه واخستل شوه!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۱۹
۱۱

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال جوزا/ غبرګولي ۷مه او د ۱۴۴۶ ذوالقعده ۳۰مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د ۱۴۰۴ کال عمومي کانکور د لومړۍ ورځې ازموينه لوګر د لوړو زده کړو موسسې د رهبري او د ازموينو ملي اداري لخوا د راغلي پلاوي او د دغې موسسې د استادانو له منظمې څارنې سره سمه شوه.
د ازموينې د پرانیستې په مهال د دغې موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم په خپلو خبرو کې د ازموينې ګډونوالو د ازموينې پر روڼتیا او د دغې موسسې د شته امکاناتو په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ. د دې تر څنګ د ازموينو ملي اداري د تخنيکي چارو رييس قاضي عبدالعزيز عزيزي هم د ازموينو ملي ادارې پر مسؤليتونو خبرې وکړې او د دې ترڅنګ یې د پوښتنپاڼې پر څرنګوالي او د دغې پروسې پر روڼتيا ګډونوالو ته ډاډ وړاندې کړ.
ورته مهال .د لوګر مرستیال والي الحاج مولوي محمدانور «دین‌پرور» د عصري او ديني علومو په ارزښت هر اړخيزه وينا وکړه او په خپلو خبرو کې یې د هېواد په پرمختګ کې د عصري علومو د ښې مطالعې په موخه یادونه وکړه، چې نړۍ د ساینس او ټکنالوژۍ پر اساس پرمخ تللې، نو راځئ، په افغانستان کې چې د ساینس او ټکنالوژۍ کومه تشه لیدل کیږي، تاسو د علم حاصلولو له برکته دغه تشه ډکه کړئ او د هېوادوالو د خدمت جوګه وګرځئ.
د لوګر مرستیال والي زياته کړه، د علم ترلاسه کولو او ورباندې عمل او اخلاص کول لازم او ملزوم ګنل کیږی، چې باید هر زده‌کوونکی او زده کړیال له دغو دریو ځانګړتیاو څخه خالي ؤ نه اوسي.
بايد وويل شي، چې د دغې ازموينې لپاره سږکال په لوګر کې «۲۴۵۲» تنو نوملیکنه کړې ده، چې د  تېر ۱۴۰۳ لمريز کال د دولسمو ټولګیو فارغان، د مخکنیو کلونو متفرقه او د دیني مدرسو د عاليې او خامسې دورو اړوند طالبعلمان  دي، چې ازموينه به يې روانې درې ورځې دوام وکړي.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مديريت.

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه؛

پنجشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۱مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۶مه‌نېټه.
لوګر پوهنتون د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي مشورتي ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۶:۰
Background image

لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار د دغه پوهنتون د تضمین کیفت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۸
Background image

لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه معلوماتي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د دغه پوهنتون له رهبري سره په همغږي د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه. . .

BACK TO NEWS