لوګر د لوړو زده کړو موسسې نویو استادانو ته د (سمینار آموزشی تحلیل فورمه¬های ارزیابی از نحوه تدریس استادان توسط نرم¬افزار SPPS) تر سرلیک لاندې روزنیز سمینار وړاندې شو!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۷
۱۱

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال ثور/ غویي ۳۱مه او د ۱۴۴۶ ذوالقعده ۲۳مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې نویو ګمارل شویو استادانو ته د دغې موسسې د مسلکي پراختیا آمریت لخوا د (سمینار آموزشی تحلیل فورمه¬های ارزیابی از نحوه تدریس استادان توسط نرم¬افزار SPPS) تر سرلیک لاندې روزنیز سمینار وړاندې شو.
د سمینار په پیل کې لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم داسي روزنیز سمینارونه په مسلکي برخه کې د استادانو لپاره خورا اړین او ګټور یاد کړل او زیاته یې کړه، چې د دې ډول سمینارونو په ترلاسه کولو سره استادان کولای شي د زده کړیالانو د ښې پوهونې او همدا راز ښه تدریس مهارتونه خپل کړي. ښاغلي صارم همدا راز وویل، چې د انسان د بریا راز په هڅه او زده کولو کې نغښتی او استادان باید د مسلکي او اړوندو علمي برخو له لوړو زده کړو او پوهې زیاتولو څخه په ګټې اخستنې د تدریسي بهیر په وړتیا کې د پام وړ ښه والی راولي. ورپسې د دغې موسسې د مسلکي پراختیا آمر پوهنمل محمد شریف سلطاني په یاده برخه کې ترتیب شوی سمینار په کره ډول وړاندې کړ.
باید وویل شي، چې لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې هر کال د دغې موسسې د استادانو او همدا راز اداري کارکوونکو لپاره له اړتیا سره سم د وړتیا لوړونې په برخه کې روزنیز سمینارونه وړاندې کیږي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۹
Background image

په ښوونې او روزنې پوهنځي کې یوه نوې تحصیلي څانګه رامنځته شوه؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبله/ وږي ۲۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۱لومړۍ نېټه.
د لوګر پوهنتون په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ د ( تربیتي علومو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

لوګر پوهنتون کې د ولیبال یو باب معیاري لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبلې/ وږي ۲۵مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د (۱،۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د ولیبال لوبې یو باب معیاري لوبغالی، دافغان ځوانانو خدماتي مؤسسې. . .

BACK TO NEWS