لوګر د لوړو زده کړو موسسې د جیولوجي او کانونو پوهنځي زده کړیالانو د کابل پولي تخنیک پوهنتون ته علمي سفر ترسره کړ!

logu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۱:۲
۱۱

یکشنبه: د ۱۴۰۳ کال عقرب/لړم ۲۷مه او د ۱۴۴۶ جمادی الاول ۱۵مه نېټه. 
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د جیو لوجي او کانونو پوهنځي د تفحص او اکتشاف څانګې د څلورم ټولګي زده کړیالانو د کابل پولي تخنیک پوهنتون ته د عملي زده کړو او پرکتیک په موخه علمي سفر ترسره کړ.
یاد علمي سفر د جیولوجي او کانونو پوهنځي د یوتن استاد پوهنیار محمد خالد درمان او همدا راز د یاد پوهنځي لابرانت احسان الله توحیدیار په لارښوونې سره ترسره شو. په علمي سفر کې یادو زده کړیالانو د (جیوفزیک) او (انجنیري جیولوجي) مضمون اړوند د پام وړ عملي زده کړې او تجربې ترلاسه کړې.
باید وویل شي، چې د یاد پوهنځي زده کړیالان تر دې وړاندې هم د کابل پولي تخنیک پوهنتون سربېره ځینو نورو کان لرونکو سیمو ته هم په علمي سفرونو تلي وو.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه؛

پنجشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۱مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۶مه‌نېټه.
لوګر پوهنتون د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي مشورتي ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۶:۰
Background image

لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار د دغه پوهنتون د تضمین کیفت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۸
Background image

لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه معلوماتي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د دغه پوهنتون له رهبري سره په همغږي د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه. . .

BACK TO NEWS