لوګر د لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځي زده کړیالانو کابل ولایت  ته علمي سفر ترسره کړ!

logu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۰:۱۷
۱۱

چهار شنبه:د ۱۴۰۳ کال عقرب/لړم ۱۶مه او د ۱۴۴۶ جمادی الاول ۴مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د  کرنې پوهنځي د کرنیز اقتصاد څانګې زده کړیالانو د عملي زده کړو په برخه کې د کابل ولایت د بني حصارفارم ته  علمي سفر ترسره کړ. د یاد علمي سفر مشري د کرنې پوهنځي دوه تنه  استادانو ښاغلی پوهندوی محمد سردار احمدی او پوهنیار احمد نور ستانکزي کوله.
د یاد علمي سفر په ترڅ کې د بني حصار فارم مسؤلینو، ډاکټرانو او د مختلفو څانګو آمرینو ټولو زده کړیالانو ته د یاد فارم د سمبالو لابراتوارنو، د غواګانو د کورنیو او بهرنیو نسلونو، د سپرم اخستنې د آلې ښودنه، د مصنوعي القاح زدکړه، دغواګانو دخوړو سرچنې، دشیدو تولید او اندازه ، او دې ته ورته نورو اړینو او مسلکي موضوعاتو او تجربو ښودنه وکړه. ورته مهال زده کړیالان هم له یاد علمي سفر څخه خورا خوښمن وو او په وینا یې، چې په مسلکي برخه کې یې ډېر څه ترلاسه کړل.
باید وویل شي، چې یاد علمي سفر د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سره په همغږۍ ترسره شو.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۹
Background image

په ښوونې او روزنې پوهنځي کې یوه نوې تحصیلي څانګه رامنځته شوه؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبله/ وږي ۲۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۱لومړۍ نېټه.
د لوګر پوهنتون په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ د ( تربیتي علومو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

لوګر پوهنتون کې د ولیبال یو باب معیاري لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبلې/ وږي ۲۵مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د (۱،۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د ولیبال لوبې یو باب معیاري لوبغالی، دافغان ځوانانو خدماتي مؤسسې. . .

BACK TO NEWS