لوګر د لوړو زده کړو موسسې د جیولوجي او کانونو پوهنځي زده کړیالانو  د لوګر د عینک د مسو کان څخه لیدنه وکړه.

logu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۰:۹
۱۱

شنبه: د ۱۴۰۳ کال عقرب/لړم ۱۲مه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د جیولوجي او کانونو پوهنځي د تفحص او اکتشاف څانګې د څلورم ټولګي زده کړیالانو د عملي زده کړو/ پرکتیک او تجربو ترسره کولو په موخه د لوګر ولایت د (عینک د مسو کان) څخه لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه چې یادو زده کړیالانو د عملي زده کړو تر څنګ په مسلکي برخو کې د ځینو قیمتي ډبرو او توکو پېژندنه هم له نږدې وکړه او د دې تر څنګ یې یو شمېر د کان کیندلو او نورو اړوندو چارو ترسره کولو وسایل او ماشینریانې هم ولیدلې. له دغې لیدنې او علمي سفر څخه یاد زده کړیالان خورا خوښ وو او په وینا یې چې دوی له داسې لیدنو او علمي سفرونو په مسلکي برخه کې ډېرڅه لاسته راوړي.
دغه چاره په داسې حال کې ترسره کیږي، چې موده وړاندې هم د یاد پوهنځي زده کړیالان د عملي زده کړو په موخه د بامیان ولایت ته تللي وو.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS