لوګر د لوړو زده کړو کړو مؤسسې اړوند د کرنې پوهنځي په اګرانومي څانګه کې د سیمینارونو د وړاندې کولو لړۍ پېل شوه!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۰:۵۸
۱۱

نېټه ۱۴۰۳/۶/۲۰
د یادې غونډې د پېل ویناوال د کرنې پوهنځي رئیس  پوهنیار سید حفیظ الله وو، نوموړي په خپلو خبرو کې لومړی د غونډې په اړه خپله خوښي څرګنده کړه او بیا یې  د څانګې د امر او استادانو څخه د زړه تله مننه وکړه چې محصلین یې په ښه توګه وروزل او فارغ یې کړل، د کرنې پوهنځی یې د ټولو کور یاد کړ او محصلینو سره یې  ژمنه وکړه چې دوامداره به ورسره په څنګ کې ولاړ وي او له فراغت نه وروسته به یې هم په چوپړ کې وي، د خپلو محصلینو په کړیو زده کړو یې پوره باور څرګند کړ چې د کرنې په برخه کې به د ټولنې ډېرې ستونزې ورسره حل شي، نوموړي په ګران هېواد کې شته فرصتونو ته اشاره وکړه او په یاده برخه کې یې محصلین لا زیات تشویق کړل. ورپسې د اګرانومي څانګې امر نامزد پوهنیار اسرار الله تسل محصلین لا زیات زیار، کوښښ او مطالعې ته وهڅول،  نومړي محصلینو ته مبارکي وویله او تر څنګ یې دوی د خپلو کورنیو او ټولنې په وړاندې مسؤلیتونو ته متوجه کړل، همدارنګه یې د خپلو استادانو څخه د زړه له تله مننه وکړه چې په تیرو څلور کلونو کې د محصلینو په روزلو کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کړې دي

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۹
Background image

په ښوونې او روزنې پوهنځي کې یوه نوې تحصیلي څانګه رامنځته شوه؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبله/ وږي ۲۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۱لومړۍ نېټه.
د لوګر پوهنتون په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ د ( تربیتي علومو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

لوګر پوهنتون کې د ولیبال یو باب معیاري لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبلې/ وږي ۲۵مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د (۱،۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د ولیبال لوبې یو باب معیاري لوبغالی، دافغان ځوانانو خدماتي مؤسسې. . .

BACK TO NEWS