د اګرانومی څانګه
1 .د اګرانومي څانګې پيژندګلوي:
د اګرانومي څانګه په ۱۳۹۸ ه ش کال د کرنې پوهنځي په چوکات کې تأسيس او په فعالیت پېل وکړ. په ۱۳۹۸ ه ش کال کې یې د کانکور له لارې ۶۰ نفره، په ۱۳۹۹ ه ش کال کې یې ۸۰ نفره او همدارنګه په ۱۴۰۰ ه ش کال کې يې هم ۸۰ نفره د زده کړیالانو جزب درلود، چې اوس مهال په دریو ټولګیو کې ټول ټال ۹۴ برحال زده کړیالان لري، چې له دغه جملې څخه، ۹۱ تنه نارینه او ۳ تنه ښځینه زده کړیالان په زده کړو بوخت دي. یاده څانګه د څلورو تنو مجربو استادانو درلودونکې ده.
۲. د اګرانومې ديپارتمنت لرلید (Vision)!
اګرانومي څانګه به د غذائي مصؤنیت، باکیفیته لوړ تولید، خصوصي سکتور او ملی اقتصاد د پیاوړتیا په موخه د ځوانو کادرونو روزلو لپاره یوه مهمه سرچینه و اوسی.
د اګرانومې ديپارتمنت ماموریت (Mission)!
د نظري، عملي او څیړنیزو زده کړو له لارې د مسلکي کادرونو د ظرفیت لوړول او د څانګې داخلي انکشاف ته وده وده ورکول .
د اګرانومې څانګې په ( ۲ ) ۷ / ۱/1400 نمبر پروتوکول کی ثبت دی.
او د کرنې پوهنځي په (۵)/۲۹/۱۴۰۰ نمبر پروتوکول ثبت دی .
داګرانومې څانګې آمر پوهنیار اسرار الله تسل بیوګرافی
پوهنیاراسرارالله تسل داصحاب الدین زوی په ۱۳۷۲ ه ش کال کی دننګرهار ولایت په چپرهارولسوالۍ کی زیږیدلی دی دلمړی ټولګی څخه تردولسم ټولګی پوری زده کړی یی دخپل کلی په لیسه کی چی دماڼو دعالی لیسی په نوم یادیږی ترسره کړی دی چی په ۱۳۹۰ ه ش کال کی د نوموړی لیسی څخه په اعلی درجه دعمومی اول نمره په صفت فارع شوی دی او وروسته په ۱۳۹۱ ه ش کال کی دکانکور دلاری دکونړ دسیدجمالدین افغان پوهنتون دکرنی پوهنځی اکرانومی څانګی ته په لوړو نمرو بریالی شو چی په ۱۳۹۵ ه ش کال کی د نوموړی پوهنتون څخه دعمومی اول نمره په صفت فارغ شو. چی د پوهنتون دفارعت څخه وروسته ډیری وظیفی ترسره کړی او همدارنګه د ۱۳۹۶ څخه تر۱۳۹۹ ه ش کال پوری د نوی چپرهارخصوصی ښوونځي درئیس اوډایریکټر په صفت دنده اجراکړی ده. وروسته په ۱۳۹۹ ه ش کال کی د ازاد رقابت دلاری دلوګرد لوړو زده کړی موسسی کادری بست ته داستاد په صفت په لوړو نمرو بریالی شو. په ۱۴۴۵/۳/۱۹ نیټه د اګرانومې څانګی دامر په حیث مقرر شوو. چی اوس مهال هم په نومړی پوهنتون کی داستاد او امر په صفت خپله دنده مخ ته وړی.