لوګر پوهنتون کې د لومړي ځل لپاره د (نږدې ۶ سوه زره) افغانيو په ارزښت تجهيزاتو سمبال د علمي څېړنو مرکز فعال شو!

logu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۳۰
۱۱

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال سنبله/ وږي ۲۵مه او د ۱۴۴۷ ربيع الاول ۲۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د لومړي ځل لپاره د (نږدې ۶ سوه زره) افغانيو په ارزښت تجهيزاتو سمبال د علمي څېړنو مرکز فعال او د دغه پوهنتون د رهبري لخوا پرانيستل شو.
د دغه څېړنيز مرکز د پرانيستې پر مهال د پوهنتون د رهبري سربېره د څلورګونو پوهنځيو رییسان، يو شمېر د څانګو او مستقل آمرين، يو شمېر استادان او اداري کارکوونکي وو.
په پيل کې ددغه پوهنتون مالي او اداري مرستيال مولوي فضل الربي مصطفی د ياد مرکز پر پرانيستې خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې په دغه تحصیلي مرکز کې ټول پرمختګونه او لاسته راوړنې د اړوند اداري او کادري کارکوونکو هڅې، اخلاص او ښه کار کول دي، چې د دوی په وړاندیز او د لوړو زده کړو وزارت په همکاري د د (نږدې ۶ سوه زره) افغانيو په ارزښت دغه مرکز ته د تجهیزاتو په برخه کې دوه پایې د آمریت لوی میزونه، څلور پایې د مدیریت واړه مېزونه، دوه پایې د آمریت چوکۍ، څلور پایې د مدیریت چوکۍ، څلور سېټه مېز لرونکي دفتري کوچونه، د جلساتو لوی میز او اړوندې وړې چوکۍ، څلور پایې المارۍ، قیمتي پرشونه او یو شمېر برېښنایي وسایل اخستل شوي دي. نوموړي همدا راز وويل، چې له دې وروسته به هم په پوره اخلاص هڅه کوي، چې د دغه تحصیلي مرکز د هړ اخیز پرمختګ لپاره په پوره همغږي کار وکړي.
ورپسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی مولوي میرویس ستانکزي په خپلو خبرو کې د دغه څېړنیز مرکز پر فعالېدو او پرانیستې د زړه له تله خوښي وښوده او د علمي څېړنو ارزښت ته په اشارې یې وویل، چې د نړۍ نني پرمختګونه او ټکنالوژیکې وړتیا ټولې د علمي څېړنو پر مټ ترسره شوي دي. نوموړي زیاته کړه، چې د ټولنې تمدن او علمي پرمختګ علمي څېړنو ته اړتیا لري، چې اړوند مسؤلین باید له داسې مرکزونو سالمه ګټه واخلي او د ټولنې او ځوان نسل د ښې روزنې په موخه نوې علمي څېړنې او برنامې تولید کړي.
ورته مهال د لوګر پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې آمر پوهندوی دکتور وحیدالله عبدالرحیم زي د یاد مرکز پرانیسته یوه ستره لاسته راوړنه یاده کړه او زیاته یې کړه، چې په دغه تحصیلي مرکز کز تر دې وړاندې هم د څېړنو او علمي مجلې آمریت شتون درلود او په اړونده برخه کې یې د پام وړ چارې ترسره کړي دي؛ خو د دې مرکز له فعالېدو او پرانیستې سره سم به دوی خپلې هڅې او کړنې لا ګړندۍ ساتي او د شته امکاناتو څخه په کټې اخستنې په د علمي څېړنو په ترسره کولو او تولید کې د پام وړ ګامونه اوچتوي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۹
Background image

په ښوونې او روزنې پوهنځي کې یوه نوې تحصیلي څانګه رامنځته شوه؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبله/ وږي ۲۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۱لومړۍ نېټه.
د لوګر پوهنتون په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ د ( تربیتي علومو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

لوګر پوهنتون کې د ولیبال یو باب معیاري لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبلې/ وږي ۲۵مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د (۱،۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د ولیبال لوبې یو باب معیاري لوبغالی، دافغان ځوانانو خدماتي مؤسسې. . .

BACK TO NEWS