لوګر د لوړو زده کړو موسسې دوه تنه استادانو د علمي ترفېعاتو په موخه علمي-څېړنیز کنفرانسونه وړاندې کړل!

logu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۶ - ۱۲:۲۷
۱۱

شنبه: د ۱۴۰۳ کال جدي/مرغومې ۱۵مه او د ۱۴۴۶ رجب المرجب ۳مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځي رییس او استاد پوهنیار سید حفیظ الله حیات او همدا راز د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد نوماند پوهنیار نجیب الله نجیب د علمي ترفېعاتو په موخه په ځانګړو مسلکي موضوع¬ګانو کې علمي-څېړنیز کنفرانسونه وړاندې کړل.
د یادو کنفرانسونو ګډونوال د دغې موسسې د رهبري سربېره د څلورګونو پوهنځیو مسؤلین، څانګو او مستقل آمرین او یو شمېر استادان و. د کنفرانسونو د پیل پرمهال لوګر دلوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم یادو استادانو ته د مبارکي تر څنګ د دوی دغه کنفرانسونه خوار ارزښتمن یاد کړل او زیاته یې کړه، چې د هرې علمي او اساسي ستونزې حل یوازې په علمي څېړنو کې نغښتی. نوموړي وویل زمونږ د استادانو دغه علمي څېړنې یوازې د دغه تحصیلي مرکز نه؛ بلکي د ټول هیواد د ځوان نسل د مسلکي او علمي روزنې لپاره خورا ارزښتمن ځای خپلوي. ښاغلي صارم همدا راز وویل، چې هیواد مو په علمي برخه کې خورا زیاتو مسلکي او هر اړخیزو څېړنو ته اړیتا لري، ترڅو شته ستونزو ته سالمې حل لارې او د نورې نړۍ سره سالمې سیالۍ ته لار پیدا کړو. ورپسې په خپل وار سره دواړو استادانو په ځانکړو مسلکي برخو کې خپل کنفرانسونه د پکتیا پوهنتون استاد پوهنوال محمد یوسف زیار او د دغې موسسې استاد او د څېړنو او علمي مجلې آمر پوهندوی دکتور وحیدالله عبدالرحیم زي له لارښونو سره سم وړاندې کړل، چې د اړوندو مسؤلینو لخوا ښه وارزول شول.
د کنفرانسونو پای د دغې موسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دکتور شفیق الله شفقت په خبرو راوڅرخېد. ښاغلي شفقت پر علمي څېړونکو ټینګار وکړ، چې د دوی علمي څېړنې باید د شاتو/ګبینو د مچیو تولید ته ورته وي، چې له ښایسته او ارزښتمنو سرچینو څخه پکې خام مواد او معلومات راټول او پایله یې له خورا زیاتو مثبتو پیغامونو او لاسته راوړنو سره تر نورو ورسیږي.
 یاد کنفرانسونه دوه تنو لارښودو استادانو ته د مننلیکونو تر وړکړې وروسته پای ته ورسېدل.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه؛

پنجشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۱مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۶مه‌نېټه.
لوګر پوهنتون د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي مشورتي ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۶:۰
Background image

لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار د دغه پوهنتون د تضمین کیفت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۸
Background image

لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه معلوماتي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د دغه پوهنتون له رهبري سره په همغږي د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه. . .

BACK TO NEWS