د کرنې پوهنځي محصلانو کابل ولايت ته د يو نړيوال نندارتون څخه د ليدنې په موخه علمي سير ترسره کړ؛

logu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۲:۱۴
11

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال عقرب/ لړم ۲۰مه‌او د ۱۴۴۷ جمادی الاول ۲۰مه نېټه.
لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د کرنيز اقتصاد او توسعې څانګې د څلورم ټولګي محصلانو کابل ولايت ته د‌ صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا په جوړ شوي نړیوال نندارتون کې چې د هیواد د تولیدي او خدماتي وړتياوو تر سرليک لاندې ترتيب شوی و د ليدنې په موخه علمي سير ترسره کړ.
دغه علمي سير، چې د کرنیزو محصولاتو نړیوال تجارت مضمون کې ځانګړی شوی و د استاد پوهنيار صديق الله حماس په لارښوونه او د پوهندوی محمد سردار احمدي او پوهنيار احمدنور ستانکزي په ملتیا ترسره شو.
په ياد نندارتون کې د هېواد د بېلابېلو سکتورونو د تولیدي او خدماتي وړتياوو له نږدې پېژندنه وشوه او د بېلابېلو محصولاتو بسته‌بندي، مارکېټ‌موندنه، صادراتو ته چمتووالی اړوند د متخصصینو نظرونه او تجربې هم واخيستل شوې.
ياد نندارتون د محصلانو لپاره د علمي مفاهیمو عملي بڼه وه، چې د هیواد مختلفو سکتورونو اړوند تولیدي محصولاتو، خدماتي ادارو او د هغوي د فعاليتونو ترسره کېدل او ورته موارد يې له نږدې او په عملي توګه ولیدل.
بايد یادونه وشي، چې د کرنیزو محصولاتو نړیوال تجارت مضمون د صادراتو، وارداتو، تجارتي پالیسيو، د تعرفې اړوند مسايلو، د وارداتو د محدودولو پاليسي، د داخلي تولیداتو د ډېرښت، پراختيا او د داخلي صنايعو د تقويې او حمایت په موخه د کړنې پوهنځي محصلانو ته تدريسيږي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه؛

پنجشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۱مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۶مه‌نېټه.
لوګر پوهنتون د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي مشورتي ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۶:۰
Background image

لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار د دغه پوهنتون د تضمین کیفت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۸
Background image

لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه معلوماتي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د دغه پوهنتون له رهبري سره په همغږي د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه. . .

BACK TO NEWS