د ښوونې او روزنې پوهنځي کېمیا څانګې د درېیم ټولګي محصلانو د مالیې وزرات د ګمرکونو لوی ریاست اړوند لابراتوارونو ته علمی سیر تر سره کړ

logu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۹:۵۶
۱۱

یکشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/لیندۍ ۲مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثانی ۲مه نېټه.
لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي کېمیا څانګې د درېیم ټولګي محصلانو  د مالیې وزرات د ګمرکونو لوی ریاست اړوند لابراتوارونو ته د نظري زده او مسلکي څېړنو په موخه علمی سیر تر سره کړ.
دغه علمي سیر، چې د تېرې اونۍ په لړ کې لوګر پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ مدیریت په هڅو ترتیب شوی و د ۳۰ تنو محصلانو په ګډون د ښوونې او روزنې پوهنځي د دوه تنو استادانو نوماند پوهنیار سردارولي ثاقب او پوهنیار عزیرمحمد کاکړ په لارښوونه ترسره شو.
د یاد علمي سیر په لومړيو د د ګمرکونو د لوی ریاست اړوند د لابراتوار مسئولینو سره تر ناستې وروسته د افغانستان د ګمرکونو عمومي آمر محترم استاد جبرائیل حامد لخوا محصلانو ته د یاد لابراتوار مسئولین او متخصص کادرونه چې د کېمیا څانګو څخه فارغ شوي وه ور وپېژندل شول او ترڅنګ یې معاصره نړۍ کې د کېمیا پر ارزښت او په هیواد کې د کېمیا مختصصینو ته د اړتیا او اهمیت په اړه د خبرو سربېره محصلانو ته د هر ډول همکاري ډاډ وړاندې شو.
نوموړي همدا راز محصلان و؛ هڅول تر څو کوښښ کړي د هیواد دننه د کېمیا متخصصینو شته تشې ډکې او هیوادوالو ته ښه خدمت وکړي. 
تر دې وروسته د لابراتوار د بېلابېلو څانګو مسئولینو د خپل اړوند لابراتوار د معلوماتو ورکولو سربېره په لابراتوارونو کې موجوده وسائل، دستګاوې او مواد معرفي او عملاً لابراتواري تجربې لکه: (د الکولو تشخیص، د مختلفو فلزونو د نوعیت او فیصدی تعین، له ولایتي ګمرکونو د هیواد داخلي تولیدي شرکتونو څخه د را استول شوو نمونو تشخیص...)  تر سره شوې.
ورته مهال یاد محصلان د ښاغلي حامد په همکاري د هیواد په سطحه مشهور تولیدي شرکت، چې د کابل اتمې ناحې اړوند نساجیو ساحه کې موقعیت لري ( حبیب ګلزار تولیدي شرکت) ته وروپېژندل شول، چې د نوموړي شرکت مسئولینو هم محصلانو ته د ښه راغلاست تر څنګ په هیواد کې د کېمیا متخصصینو ته د اړتیا او اهمیت اړوند وینا کولو سره سره د تولید ټوله( ګازي او غیر ګازي مشرباتو) پروسه تشریح او ټولې کېمیاوي پروسې یې په عملي وښودلې.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه؛

پنجشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۱مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۶مه‌نېټه.
لوګر پوهنتون د هوکړه ليکونو کمېټې نوبتي مشورتي ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۶:۰
Background image

لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د تضمین کیفیت او همدا راز سټراتیژیک پلان اړوند د عامه پوهاوي سمینار د دغه پوهنتون د تضمین کیفت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۸
Background image

لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه معلوماتي سمینار وړاندې شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون د لیلیې محصلانو ته د دغه پوهنتون له رهبري سره په همغږي د چاپېریال ساتنې اړوند د عامه پوهاوي په موخه. . .

BACK TO NEWS