۱۱.۲. کېميا څانګه
۱۱.۲. کېميا څانګه
د کېمیا – بیولوژي څانګه لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له ایجاد سره سم د لوړو زده کړو وزارت د (۵۷۵) ګڼې د وړاندیز او د ۱۳۹۳/۱۲/۱۳ ل کال سره سم او د تېر دولت ریاست د عالي مقام د (۱۲۰۰) ګڼې حکم د ۱۳۹۲/۲/۲۰ نېټې سره ایجاد په فعالیت پیل وکړ. لوګر پوهنتون د (۱۶۵) ګڼې وړاندیز او د ۱۳۹۴/۳/۲۵ نېټې سره سم د لوړو زده کړو وزارت د انسجام او اکاډمیکو چارو له ریاست څخه د (۱۱۴) ګڼې حکم پر بنسټ د ۱۳۹۴/۴/۹ نېټې سره سم د تقنین او پراختیایي آمریت له لوري د علمي بورډ د ۱۳۹۴/۴/۸ نېټې د پریکړې پر بنسټ د کېميا څانګه د نورو څانګو په څېر مستقله ډول په فعالیت پیل وکړ . یاده څانګه اوس مهال شپږ تنه علمي کادر غړي لري.
لرلید:
د ښوونې او روزنې پوهنځي کېمیا څانګه هڅه کوي چې د ټولنې او کار بازار علمي او صنعتي اړتیاوو پر بنسټ د نوښتګرو څېړونکو او مسلکي ښوونکو روزلو په برخه کې د هیواد په کچه یو مخکښ او ځانګړی مقام ترلاسه کړي.
رسالت:
د ښوونې او روزنې پوهنځي کېمیا څانګه په لازمو مهارتونو، معاصرو درسي میتودونو او ښوونيزې ټګنالوژۍ په اسلامي او ملي روحیه سمبال د ټولنې او کار بازار د علمي او صنعتي اړتیاوو مطابق د نوښتګرو څېړونکو او مسلکي ښوونکو روزل خپل ماموریت ګڼي.
۱۲.۲. د کیميا څانګې د آمر بیو ګرافي
نوماند پوهنيار محمد فلاح
محمد فلاح د محمد انور زوی، د سلطان محمد لمسی، په ۱۳۷۳ هـ ش کال کې د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په یوه دینداره او تحصیلکړي کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې.
نوموړی، د ځینو ستونزو له امله، په ۱۳۷۷ هـ ش کال کې له خپلې کورنۍ سره ایران ته مهاجر شو. هغه خپلې ابتدایی زدهکړې د شهید حسن اتحادي په ښوونځي (اصفهان – ایران)، متوسطه زدهکړې د شهدای ابهر په ښوونځي (اصفهان – ایران) او په ۱۳۹۰ هـ ش کال کې د لیسې دوره د شهید محمد تقي شریعتي په لیسه کې د ممتاز درجې سره بشپړه کړه.
د پوهنتون مخکې دوره یې په ۱۳۹۱ هـ ش کال کې د امام خمیني د پوهنتون مخکې انستیتوت (اصفهان – ایران) کې هم د ممتاز درجې سره پای ته ورسوله او په ۱۳۹۲ هـ ش کال کې د لوړو زدهکړو لپاره هیواد ته راستانه شو. نوموړی په ۱۳۹۴ هـ ش کال کې د کانکور ازموینې له بریالیتوب وروسته، د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د کېميا دیپارتمنت ته بریالی شو. له یو سمستر زدهکړې نه وروسته، نوموړی پروان پوهنتون ته تبدیل شو او په ۱۳۹۸ هـ ش کال کې یې د لیسانس دوره د ممتاز درجې سره بشپړه کړه.
محمد فلاح له ۱۳۹۹ هـ ش څخه تر ۱۴۰۲ هـ ش پورې، د افغان–ترک امید کورس کې د کانکور کېميا مضمون تدریس کاوه، او د ۲/ ۹ / ۱۴۰۳ نېټه یې د ازاد رقابت له لارې د لوګر پوهنتون د کېميا دیپارتمنت ته د علمي کادر غړي په توګه بریالی شو.
نوموړی د ۱۴۰۳ هـ ش کال د اسد میاشتې راهیسې، د پوهنتون د وړاندیز او د محترم وزارت د منظوري پر بنسټ، د کېميا دیپارتمنت آمر په توګه معرفي شوی دی.