پوهنتون ته له ارتقا سره سم یې د نږدې ۵۱ میلیونو افغانیو په ارزښت د سړکونو د جوړولو رغنیزه پروژه خپله کړه!

logu_admin
Mon, Sep 08 2025 2:53 PM
۱۱

شنبه: د ۱۴۰۴ کال سنبله/ وږی ۱ لومړۍ او د ۱۴۴۷ صفرالمظفر ۲۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون نه یوازې دا، چې له لوړو زده کړو موسسې څخه یې د پوهنتون بڼه خپله کړه؛ بلکي له دې سره سره یې د یو شمېر نورو پرمختګونو تر څنګ د ۵۱ میلیونو افغانیو په ارزښت د داخلي سړکونو د جوړولو پروژه خپله کړه.
په دغې لویې پروژې کې د دغه پوهنتون ۱۲۰۰ متره داخلي سړکونه په پاخه او معیاري ډول جوړیږي، چې د پرانیستې لړۍ یې د لوړو زده کړو وزیر شیـ؛؛؛خ مولوي نداء محمد ندیم، د لوګر والي الحاج قاري صلاح الدین ایوبي، د لوګو ولایت د علماوو شورا رییس شیـ؛؛؛خ مولوي محمد شریف، د لوګر پوهنتون رهبري، د ولایتي ادارو یوشمېر مسؤلینو او دیني علماوو پر لاسونو پیل شوه.
په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر شیـ؛؛؛خ مولوي نداء محمد ندیم د دغه پوهنتون د سږني کال کانکور له لارې نویو راغلیو زده کړیالانو ته د مبارکي تر څنګ ټول زده کړیالان د اسلامي اصولو په رڼا کې په سالمې شخصیت جوړونې مکلف یاد کړل او زیاته یې کړه، چې اوسنی اسلامي نظام تر بل هر وخت چمتو دی، چې د هیواد د ځوان نسل فکري، عقیدوي او مسلکي روزنه له شته امکاناتو څخه په ګټې اخستنې د مسلکي او ژمنو استادانو پر مټ وکړي. ښاغلي وزیر همدا راز پر زده کړیالانو ټینګار وکړ، چې د پردیو له فکري یرغل څخه په کله دفاع وکړي او د خپل اساسي دوست او دوښمن له پېژندلو ورسته د ژوند مسیر پر بریالۍ لاره وټاکي. ښاغلي وزیر همدا راز په کلکه وویل چې په هیواد کې د مدرسې او پوهنتون تر منځ واټن له منځه تللی او په تحصیلي ډکر کې له وزیر پیل تر رییس، مرستیال، آمر او استادانو، ټول د دې هیواد د ځوان نسل د ښې روزنې خادمان دي او پر استادانو یې غږ وکړ، چې د هیواد بچیان د خپلو والینو امانتونه دي، چې پوهنتونونو ته یې د ښې روزنې په موخه راسپاري، باید د اسلامي اصولو په رڼا کې د دین، هیواد او ټولنې حدمت ته ژمن وروزل شي.
غونډې ته د لوګر ولایت د علما شورا رییس شیـ؛؛؛خ مولوي محمد شریف هم وینا وکړه. نوموړي زده کړیالانو ته په خطاب کې وویل: دا ډول فرصتونه بیا نه تکراریږي، نو باید له دې موقع پوره ګټه واخیستل شي؛ ځکه تاسو د هېواد د راتلونکي استازي یاست، مسؤوليت مو دروند دی.
په غونډه کې د لوګر پوهنتون رییس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم د لوړو زده کړو وزارت لخوا د یادې پروژې د هرکلي او خوښۍ سربېره زیاته کړه، چې یاده پروژه کې د پوهنتون دننه د ۱۲ سوه متره په اوږدوالي او نږدې ۱۵ متره سور په اندازه د داخلي سړکونو او شنې ساحې جوړول شاملیږي، چې دغه پروژه په راتلوونکو شپږو میاشتو کې د لوړو زده‌کړو وزارت د شاوخوا ۵۱ میلیون افغانیو په مالي لګښت بشپړیږي.
ورته مهال د لوګر والي الحاج قاري صلاح الدین ایوبي هم په خپله وینا کې د پیل شویو پروژو د هرکلي او ملاتړ ترڅنګ وویل: اړتیا ده، چې لوړو زده‌ کړو وزارت د لوګر پوهنتون رغنیزې برخې ته دې ته ورته نور هم پام ډېر کړي.
باید وویل شي، چې لوګر پوهنتون کې دا مهال د رغنیزو پروژو په برخه کې د دغه پوهنتون په انګړ کې د هيواد د يو تن ملي سوداګر لخوا د یو باب لوی جومات او همدا راز د لوړو زده کړو وزارت لخوا د ليليې لپاره د يو باب ګدام او یو باب خوړنځای د جوړېدو چارې په چټکۍ روانې دي.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

Message of the Chancellor of Logar Institute of Higher Education

After achieving complete freedom from the oppressive occupation, our Islamic system and society need to progress in every aspect of life. For the advancement of a society, its individuals need to be equipped with both religious and modern education.
To achieve this goal, Logar University considers it its mission and responsibility to educate students who are not only committed and professional but also devoted to their faith and country. In the future, these graduates will play a constructive role in the development of their country and in achieving lofty objectives, fostering creativity and innovation.

President of Logar University

 

Mufti Seyyed Zia-ul-Ahmad Sarem
sarem photo

تازه خبرونه

Tue, Jul 29 2025 2:06 PM
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د پسرلني سمستر ازموینې په منظم ډول روانې دي!

یکشنبه: د ۱۴۰۴کال جنګاښ/ سرطان ۲۲مه او د ۱۴۴۷ محرم الحرام ۱۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د ۱۴۰۴کال پسرلني سمستر د پای ازموینې له منظم مهالوېش او د دغې موسسې د رهبري او همدا راز. . .

Tue, Dec 24 2024 12:07 PM
Background image

د شرعیاتو او همدا راز جیولوجي او کانونو پوهنځيو له اداري چارو او د ازموینو له لړۍ لیدنه او څارنه وشوه!

سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال جدي/مرغومې ۴مه او د ۱۴۴۶جمادی الثانی ۲۲مه نېټه.
 لوګر د لوړو زده کړو موسسې د رییس مولوي ضياءالاحمد صارم لخوا د دغې موسسې د شرعیاتو او جیولوجي او کانونو پوهنځيو له. . .

Mon, Dec 23 2024 11:55 AM
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس د ازموینو بهیر او اړوندې اداري چارې له نږدې ولیدې!

کشنبه: د ۱۴۰۳ کال جدي/مرغومې ۲مه او د ۱۴۴۶ جمادی الثانی ۲۰مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم د دغې موسسې د خزاني سمستر د ازموینو له بهیر او اړوندو اداري چارو. . .

BACK TO NEWS