لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري شورا ناسته ترسره شوه!
یکشنبه: د ۱۴۰۳ کال قوس/لیندۍ ۱۱مه او د ۱۴۴۶ جمادی الاول ۲۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري شورا ناسته د چارو د ښه سمون او همغږي په موخه د دغې موسسې د رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم په مشري تر سره شوه.
د ناستې ګډونوال د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دکتور شفیق الله شفقت، مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الربي مصطفی سربېره د څلورګونو پوهنځیو رییسان او نور غړي وو.
د ناستې په پیل کې د دغې موسسې رییس خپلو خبرو کې د پوهنځیو رییسانو او مرستیالانو ته د وخت او حاضري په پام کې نیولو سره ټینګار وکړ. ورپسې د راتلونکي خزاني سمستر د پاي ازموينو لپاره د چمتووالي او همدا راز د یو لړ نورو اړینو موضوع ګانو په اړوند خبرې او پرېکړې وشوې.
باید ووایو، چې د دغې موسسې رهبري شورا ناسته هره مياشت له منظم مهالوېش سره سم د چارو د سمون او همغږۍ په موخه ترسره کيږي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.