لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شو؛
دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۵مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون ۵ کلن ستراتیژیک پلان جوړ او د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسي او تقنین ریاست لخوا تائید شو.
دغه ۵ کلن پلان چې د دغه پوهنتون دعلمي او محصلانو چارو معاوینت او اړوندې ځانکړې کمېټې لخوا ترتیب شوی و، د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسي او تقنین ریاست له لوري تائید او دغه پوهنتون ته د پلي کېدو په موخه په واک کې ورکړل شو.
د لوګر پوهنتون رئیس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم د یاد ستراتیژیک پلان د تائیدي په اړه خوښي څرنګندوي او زیاتوي، چې د یاد اوږد مهالي پلان له پلي کېدو سره به دغه پوهنتون د پام وړ پرمختګونه، لاسته راوړنې او نوښتونه ولري.
ورته مهال د دغه پوهنتون د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی مولوي میرویس ستانکزی وایي، چې په یاد ستراتیژیک پلان کې د دغه پوهنتون د علمي او تحصیلي پرمختګ لپاره د پام وړو علمي برنامې، خدمتونو او بېلابېلې تحصیلي اسانتیاوې په پام کې نیول شوي، چې له اړخه به یې دغه تحصیلي مرکز د علم او تحصیل په تولید کې د بې ساري پرمختګ شاهد وي.
د دې تر څنګ په دغه ۵کلن ستراتیژیک پلان کې د پوهنتون اداري اړخ ته هم ځای ورکړل شوی دی، د دغه پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الربي مصطفی وایي، چې یاد اوږد مهالي پلان ته په کتو به په دغه پوهنتون کې راتلونکي پنځه کلونه له خورا پراختیایي او رغنیزو پروژو او مالي امکاناتو سره مل وي، چې له اړخه به یې دغه تحصیلي مرکز له هر پلوه پرمختګ کړی وي.
باید وویل شي، چې لوګر پوهنتون لپاره یاد ستراتیژیک پلان له روان ۱۴۰۴ کال څخه پیل او تر راتلونکي ۱۴۰۸ ل کال پورې د پلي کېدلو په موخه ترتیب شوی دی.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.
