د کرنې پوهنځي محصلانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د بادام باغ څېړنیز مرکز ته علمي سیر ترسره کړ؛
شنبه: د ۱۴۰۴کال قوس/ لیندۍ ۱لومړۍ او د ۱۴۴۷ جمادی الثانی ۱لومړۍ نېټه.
لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د درېیم ټولګي محصلانو د تېرې اونۍ په لړ کې د عملي او مسلکي زده کړو په موخه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د بادام باغ څېړنیز مرکز ته علمي سیر ترسره کړ.
یاد علمي سیر د دغه پوهنتون د علمي او محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت په هڅو او د کرنې پوهنځي د استادانو پوهنیار فضل حنان ساپي او پوهنیار سلیمان سلطاني په لارښوونه ترسره شو، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د خاورې پوهنې ریاست د متخصصینو لخوا محصلانو ته د خاورې لابراتواري ازموینو اړوند پرمختللي وسایل، د هغوی د کارونې لارې چارې او علمي اهمیت په تفصیل سره تشریح شول او محصلانو د خاورې د تجزیې معیاري اصول، د نمونو د پروسس بهیر، او د خاورې د ارزونې عمومي چوکاټ په عملي ډول له نږدې ولیده.
د دې سربېره یادو محصلانو په اړوندو برخو کې ډېرې نورې څېړنیزې تجربې او عملي زده کړې هم ترلاسه کړې.
ورته مهال لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي مسؤلین د دې ډول علمي سیرونو دوام د محصلانو د تخصصي روزنې لپاره اړین بولي او باور لري، چې دا هر څه به د هېواد د کرنیزو چارو د پرمختګ لپاره د پام وړ ځای خپل کړي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.
