د بدل اعاشې خبرتيا!

د بدل اعاشې خبرتيا!
دا چې د لوګر پوهنتون د څلورګونو پوهنځیو د مستحقو محصلانو د ۱۴۰۳ کال خزاني سمستر بدل اعاشه د ماليې قدرمن وزارت سره د هوکړې په موخه ځنډېدلی وه؛ ټولو د بدل اعاشې مستحقو محصلانو ته خبر ورکول کيږي، چې د يادو محصلانو د ۱۴۰۳ کال د خزاني سمستر بدل اعاشه حواله شوې ده.
قدرمن محصلان کولای شي د هيواد په ټولو ولايتونو کې د عزیزي بانک له اړوندو څانګو څخه خپلې بدل اعاشې ترلاسه کړي.
په درنښت!
د نشرانو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مديريت